د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ایران کې د ګرانۍ ضد مظاهرو پرمهال لږترلږه ۷ تنه وژل شوي


د ایران په لویدیځ کې د ۲۰۲۶م کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د احتجاج عکس.
د ایران په لویدیځ کې د ۲۰۲۶م کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د احتجاج عکس.

یو شمېر رسنيو او د بشري حقونو لپاره د کارکوونکو نړيوالو ډلو د جنورۍ پر لومړۍ نېټه خبر ورکړ چې په ایران کې د مظاهره‌ چيانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

ايرانيو چارواکو تر اوسه د دې رپورټونو پخلی نه دی کړی خو د ایران له حکومت سره تړلو خبري اژانسونو دغه پېښې "د بلواګرو" کار بللی دی.

مشال راډيو په خپلواکه توګه د دې مرګ ژوبلې پخلی نشي کولای. خو ايرانیو چارواکو د جنورۍ پر دويمه په څو سيمو کې د لا نورو مظاهرو د مخنيوي لپاره تياري نيولې ده.

دا په داسې حالې کې ده چې په هغه هېواد کې خلک له تېرو څلورو ورځو راهیسې د ګرانۍ پرضد سړکونو ته راوتلي دي او په دې مظاهرو کې د وژل شويو او نيول شويو شمېر مخ په زياتېدو ده.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان، چې ډېر کسان یې منځلارې ګڼي، هڅه کړې چې کړکېچ کم کړي. هغه ویلي چې د خلکو جايزې غوښتنې مني او حکومت ته یې د اقتصادي ستونزو د کمولو امر کړی دی.

خو امنیتي ځواکونو اعلان کړی چې له لاریونوالو او هغو کسانو سره به سخت چلند وکړي چې د دوی په وینا ګډوډي رامنځته کوي.

دا په داسي حال کې ده چې په ايران کې ګرانۍ بې ساري ۵۰ فيصده زیاته شوې او ايرانۍ کرنسي د ډالرو په مقابله کې لا ډيره پروتې ده. اوس یو ډالر نږدې ۱۴ لاکه ايراني ریاله کېږي. تېر کال ۸ لاکه ایراني زیاله د یو امریکايي ډالر برابر وو.

XS
SM
MD
LG