د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران حکومت وروستیو مظاهرو کې د ۳،۱۱۷ کسانو وژنه تایید کړه


په تهران کې یوشمېر ګاډي په وروستیو مظاهرو کې د دولتي بانګ له سوځېدلې ودانۍ سره تېرېږي - د جنورۍ ۱۹مې انځور.
په تهران کې یوشمېر ګاډي په وروستیو مظاهرو کې د دولتي بانګ له سوځېدلې ودانۍ سره تېرېږي - د جنورۍ ۱۹مې انځور.

د ایران حکومت په وروستیو مظاهرو کې د ۳،۱۱۷ کسانو وژل کېدل تایید کړي خو د بشري حقونو ډلې وايي، اصلي شمېر ښايي تر دې څو چنده لوړ وي ځکه چې د سختو حکومتي محدودیتونو او انټرنېټ بندولو له وجې کره ارقام معلومول ستونزمن دي.

د مشال راډيو ایرانۍ څانګې "فردا راډیو" په خپل راپور کې لیکلي چې د ایران د ملي امنیت شورا او د شهیدانو بنسټ د جنورۍ پر ۲۱مه په جلا، جلا بیانونو کې وویل چې له وژل شویو څخه یې ۲،۴۲۷ "خلک" او "د نظم او امنیت ساتونکي" ول.

د اسلامي جمهوریت دولتي راډیو او ټېلېوېژن هم د روغتیا وزارت په حواله په راپور کې ویلي چې "۶۹۰ ترهګر او بلوه ګر" هم په لاریونونو کې وژل شوي دي.

د ملي امنیت شورا په بیان کې له ۲،۴۰۰ څخه د زیاتو کسانو مړینه "ترهګرو اقداماتو" ته منسوب شوې او ورڅخه ښکاري د امنیتي ځواکونو په لاس د یوازې ۶۹۰ کسانو وژنه تایید شوې ده.

په بیانونو کې دا نه دي راغلي چې تهران په وژل شویو کې دا توپیر څنګه کړی دی او په دې لړ کې یې هېڅ شواهد یا اسناد هم نه دي وړاندې کړي.

ایراني حکومت دا ارقام تر هغې څو ورځې وروسته خپاره کړي دي چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په مظاهرو کې د "زرګونو کسانو وژل کېدل" تایید کړل.

البته د بشري حقونو د امریکا مېشتي سازمان خبري اژانس هرانا د احتجاجونو پر مهال له ۴،۵۰۰ څخه د زیاتو کسانو وژل کېدل تاييد کړي او وايي، څه باندې ۹،۰۰۰ قضیې ارزوي. د بشري حقونو نورې ډلې هم د زرګونو کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکوي.

مشال راډیو په ایران کې د انټرنېټ بندېدو له وجې په خپلواکه توګه د ایراني حکومت او بشري حقونو ادارو ارقام نه شي تاییدولای.

په ایران کې د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانې او تومان ارزښت ټیټېدو خلاف مظاهرې پیل شوې چې وروسته په حکومت ضد احتجاجونو بدلې شوې.

فعالان وايي چې په انټرنېټ بندير لګولو او امنیتي فشارونو له امله لاریونونه ورو، ورو کمزوري شول.

خامنه يي د جنورۍ پر ۱۷مه ولس ته په وینا کې مظاهرې "د امریکايي فتنې" په نوم یادې کړې وې او و یې ویل چې "حساب یې باید له امریکا سره وشي."

نورو ایرانیو چارواکو هم مظاهرچیان بلوه ګر بللي، خو فعالان وايي چې حکومت د تاوتریخوالي اصلي مسوول دی.

XS
SM
MD
LG