د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان وايي، پوره هڅه کوي چې د امريکا او ایران ترمینځ ترینګلتیا په سیمه کې د نوې شخړې او ګډوډۍ د پراختیا سبب نه شي.
د نوموړي دفتر د فبرورۍ پر پینځمه له مصره د هغه د ستنېدو پر مهال له خبریالانو سره د خبرو جزییات خپاره کړي چې وايي، هغه د تهران او واشنګټن ترمینځ د سفارتي هڅو ستاینه وکړه.
اردغان ویلي دي چې د ټیټې سطحې تر خبرو وروسته د هېوادونو د مشرانو ترمینځ مذاکرات ګټور کېداشي.
نوموړی د فبرورۍ پر څلورمه قاهرې ته د سفر پر مهال له خپل مصري سیال عبدالفتاح السیسي سره ولیدل.
اردغان تر دې یوه ورځ مخکې په سعودي عرب کې له چارواکو سره پر دوه اړخیزه اړیکو او د ایران پر مسلې خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د امریکا او ایران چارواکي د فبرورۍ پر شپږمه د عمان په پلازمېنه مسقط کې مذاکرات پیل کړي. په همدې حال کې واشنګټن خپلې جنګي بېړۍ له ایران سره نېږدې ځای پر ځای کړې دي.
دا تر هغې وروسته ده چې امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړ چې که ورسره "معامله" و نه کړي نو دا ځل به عمليات تر پخوا "سخت" وي.
په ایران کې د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانۍ او تومان ارزښت ټیټېدو خلاف مظاهرې پیل شوې چې وروسته په حکومت ضد احتجاجونو بدلې شوې او پکې د بشري حقونو د ډلو په وینا زرګونه کسان ووژل شول.