د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ولسواکۍ سرمشریزه کې د پاکستان نه ګډون د اسلام اباد او واشنګټن پر اړیکو څه اغېز لرلای شي؟


د جمهوریت سرمشریزې ته د ۱۲۰ هېوادونو مشران او چارواکي وربلل شوي دي - د مارچ ۲۸مې انځور.
د جمهوریت سرمشریزې ته د ۱۲۰ هېوادونو مشران او چارواکي وربلل شوي دي - د مارچ ۲۸مې انځور.

د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې د ډېموکراسۍ یا ولسواکۍ په اړه دوه ورځنۍ سرمشریزه د مارچ پر ۲۹مه پیل شوه چې ورته د هغه هېواد حکومت د نړۍ ۱۲۰ مشران ورغوښتي دي.

د کوسټا ریکا، نېدرلینډز (هالینډ)، جنوبي کوریا او زامبیا حکومتونه د هغې غونډې ګډ کوربانه دي.

په واشنګټن کې د ډېموکراسۍ په اړه سرمشریزې ته د چین او ترکیې مشران نه دي وربلل شوي خو د هند او تایوان لوړپوړي چارواکي یې ورغوښتي دي. چین دعوه کوي چې تایوان یې د خاورې برخه ده.

په تېرو کلونو کې د تایوان تر څنګ پر یوشمېر نورو موضوعاتو هم د بیجنګ او واشنګټن تعلقات خراب شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مارچ پر ۲۸مه په یو بیان کې وویل چې په سرمشریزه کې ګډون نه کوي. وزارت په بیان کې د بلنې لپاره د امريکا او شريکو کوربنو مننه کړې او ویلي یې دي چې اسلام اباد به "د جمهوري اصولو د ودې او پیاوړتيا لپاره له امريکا او د سرمشریزې له شريکو کوربنو سره کار وکړي."

پاکستان په سرمشریزه کې د ګډون نه کولو چې کومه پرېکړه کړې ده نو دا ورته معلومه چې دا یې په ګټه ده. دا نه د امریکا خلاف ده او نه د چین.
ایاز وزیر

دا چې پاکستان ولې په غونډه کې ګډون و نه کړ او د دې به د پاکستان او د امریکا په اړیکو څه اغیز وي؟ په اړه یې په چین او امریکا کې د پاکستان پخواني ډېپلوماټ اشرف جهانګیر قاضي مشال رېډیو ته وویل چې غونډې ته چین نه دی بلل شوی نو ځکه اسلام اباد نه شي کولای چې د امریکا لپاره خپل مهم ملګری پرېږدي.

نوموړي د مارچ پر ۲۹مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، "امریکا ډېر مهم ملک دی" چې اسلام اباد ورسره "ښه تعلقات" غواړي "خو د پاکستان تر ټولو ښه ملګری هېواد چین دی."

د قاضي په خبره، واشنګټن هم پوهېږي چې "د چین او پاکستان تعلقات څنګه دي"، او دا هم ریښتیا دي چې "پاکستان دا مهال" له اقتصادي پلوه "په مشکل کې دی خو د دې دا مطلب نه دی چې موږ به خپل مفادات هېر کړو او د امریکا په مفاداتو کې به [ورسره ملګري] شو."

پاکستان پر داسې مهال په سرمشریزه کې د ګډون نه کولو پرېکړه کړې چې هغه هېواد د اقتصادي او مالي بحران د هواري په موخه د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره خبرو ته دوام ورکړی دی او غواړي چې هغه اداره ورته د پور پروګرام بحال کړي.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په هم هغه کال کې یې له ای اېم اېف سره د شپږ اربه ډالرو پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو. پر دې سربېره په تېرو کلونو کې د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې خورا کمې شوې دي.

پخوانی ډېپلوماټ ایاز وزیر وايي، اسلام اباد تر اوسه په سرمشریزه کې د نه ګډون مشخص لامل نه دی ښوولی.

دی نه ګڼي چې ګواکې د پاکستان دا پرېکړه به د پور پروګرام بحالۍ هڅې اغېزمنې کړي. "د هر ملک مشران د خپلو ګټو لپاره سوچ کوي. پاکستان په سرمشریزه کې د ګډون نه کولو چې کومه پرېکړه کړې ده نو دا ورته معلومه چې دا یې په ګټه ده. دا نه د امریکا خلاف ده او نه د چین. امریکا ته معلومه ده چې د تایوان وربللو او د چین له نه وربللو سره به ډېر ملکونه خپه شي."

پاکستان په ۲۰۲۱ز کال کې هم په هغه سرمشریزه کې ګډون نه وو کړی. هغه مهال د چین بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې د پاکستان د دې اقدام ستاینه کړې وه خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۳ز کال د مارچ پر ۲۸مه په بیان کې ویلي چې پاکستان له امریکا سره خپلو اړیکو ته اهمیت ورکوي.

خو د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې پخوانی مشر اعجاز خټک د ولسواکۍ غونډې ته د نه ورتګ موضوع ته په سیمه ییز سیاست کې د وروستیو پرمختګونو له زاویې ګوري.

نوموړي د مارچ پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، ښايي د واشنګټن د ډېموکراسۍ په سرمشریزه کې ډېر پام چین، ایران او سعودي عرب ته وي نو ځکه پاکستان نه غواړي چې د دې ډول غونډې برخه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ووبپاڼه د ډېموکراسۍ د دوه ورځنۍ سرمشریزې اجنډا خپره کړې ده چې پکې زیاتره موضوعات د ولسواکۍ، د جمهوریت له لارې د اقتصادي ودې، د مدني ټولنو او فعالانو کړنو او چارو، د جمهوریت له لارې ټولو ته د انصاف رسولو، د ادارو پیاوړي کولو او نړیوالو مسلو له هواري سره تړلي دي.

د نړیوالو اړیکو پوه اعجاز خټک البته زیاتوي، "په سرمشریزه کې ګډون نه کول به د امریکا او د پاکستان په اړیکو څه ښه اثر و نه لري او پاکستان ته به دا فیصله ګرانه وه ځکه چې پاکستان دا وخت په داسې حالاتو کې دی چې نه امریکا پرېښودای شي او نه چین. پاکستان ته پيسې هم په کار دي. تجارتي، سیاسي او نورې معاملې یې هم دي او امریکا ورسره پوځي اړیکې هم لري. بلخوا پاکستان چین، سعودي عرب او ایران سره هم ښې اړیکې لري. که یوازې د ایران خبره وای نو بیا خو به پاکستان" په غونډه کې ګډون کړی وای، "خو پکې چین هم شامل دی. پاکستان نه غواړي چې هغه د دې هېوادونو خلاف ښکاره شي او په ځانګړې توګه چې د ایران او سعودي دا وروستۍ کومه معاهده شوې ده نو چین ورسره هم کافي نېږدی شوی نو که پاکستان له امریکا سره ځان یوځای کړ نو داسې تاثر به ورکړي چې ګواکې د چین، ایران او سعودي عرب خلاف شوی دی."

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې ریاض او تهران د چین په مینځګړتوب د مذاکراتو په نتیجه کې تر اووه کلونو وروسته د سفارتي اړیکو پر بحالولو سلا شول، چې امریکا یې هرکلی وکړ.

د سعودي عرب سرکاري خبرې اژانس د مارچ پر ۲۷مه ويلي ول چې د هغه هېواد بهرنیو چارو وزیر به په روانې روژې میاشت کې له خپل ايراني سيال سره ملاقات کوي او دا لیدنه به د دواړو هېوادونو ترمينځ د اړيکو رغولو د موافقې له مخې کېږي.

XS
SM
MD
LG