د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ولسمشر د جمهوریت پر موضوع د یوې لویې سرمشریزې کوربتوب کوي


دا سرمشریزه به د ډېسېمبر له نهمې تر۱۰ نېټې د ویډیو لینک له لارې ترسره کېږي.
دا سرمشریزه به د ډېسېمبر له نهمې تر۱۰ نېټې د ویډیو لینک له لارې ترسره کېږي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن راراوانه میاشت د جمهوریت پر موضوع په یوه سرمشریزه کې د ګډون لپاره ۱۱۰ هېوادونو ته بلنه ورکړې ده.

دا سرمشریزه به د ډېسېمبر له نهمې تر۱۰ نېټې د ویډیو لینک له لارې ترسره کېږي.

د نومبر پر۲۳مه د بهرنیوچارو د وزارت په ویبپاڼه په خپور شوي یو نوملړ کې غونډې ته د امریکا غربي اتحادیان رابلل شوي خو چین او روسیه پکې شامل نه دي.

په ګډونوالو کې د ارمینییا، بلغاریا، جورجیا، کوسوو، مالدووه، مانیټینیګرو، شمالي مقدونیا، پاکستان، رومانیا، سربیا او اوکراین نومونه شامل دي. او د اذربایجان، بوسنیا هرزیګووینا او هنګري په ګډون د منځني اسیایي هېوادونو څخه یو ته هم بلنه نه ده ورکړل شوی.

په دې سرمشریزه کې به د حکومتي چارواکو، مدني ټولنې او غیر سرکاري میدانونونو څخه استازي برخه اخلي.

د بهرنیو چارو وزارت تر مخه دا سرمشریزه به جمهوریت ته په ورپېښو ننګونو او ورسره تړلو فرصتونو تمرکز کوي او د اړونده ادارو مشرانو ته به د انفرادي او اجتماعي ژمنو د اعلانولو، اصلاحاتو په کور دننه او بهر د جمهوریت په دفاع کې د ګامونو اخېستو لپاره یو پلیټ فارم ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG