د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای اېم اېف پاکستان ته د ۷۰۰ مېليونه ډالرو پور ورکولو منظوري ورکړې ده


په واشنګټن ډی سي کې د پيسو نړيوال صندوق مرکزي دفتر ـ پخوانی انځور
په واشنګټن ډی سي کې د پيسو نړيوال صندوق مرکزي دفتر ـ پخوانی انځور

د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د مشرتابه ډلې پاکستان ته د ۷۰۰ مېليونه امریکايي ډالرو پور ورکولو منظوري ورکړې ده.

د پاکستان ماليې وزارت پر اېکس پاڼه ليکلي دي چې د ای اېم اېف اجراييوي بورډ د جنورۍ پر ۱۱مه د پاکستان د اقتصادي اصلاحاتو د پروګرام لومړۍ بیاکتنه بشپړه کړه او هغه هېواد ته يې په سمدستي توګه د پور د دویم قسط ورکولو اجازه ورکړه.

د پور د هغه قسط د ورکړې په اړه د پیسو د نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د مامورینو یوې ډلې او پاکستانیو چارواکو ترمینځ موافقه د ۲۰۲۳ز کال په نومبر کې شوې وه.

هغه مهال ای اېم اېف په بیان کې ویلي ول چې هغه موافقه د اجراییوي بورډ منظورۍ ته اړتیا لري چې تر هغې وروسته به پاکستان ته ۷۰۰ مېلیونه ډالر ورکړي.

د ای اېم اېف له تازه قسط سره به پاکستان ته د نهه میاشتني پروګرام په لړ کې ورکړل شوی پور ۱.۹ اربه ډالرو ته ورسي.

د ای اېم اېف اجراییوي ډلې د ۲۰۲۳ز کال د جولای پر ۱۲مه پاکستان ته د درې اربه ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تایید کړ چې ورسره سم یې هغه هېواد ته د پور لومړی قسط، چې ۱.۲ اربه ډالر جوړېده، ورکړ.

اسلام اباد له هغه وخت راهیسې د پور د شرطونو پوره کولو لپاره په پړاوونو کې د برېښنا، تېلو او ګیس په بیو کې دولتي رعایت ختمولو ته دوام ورکړی دی چې ورسره د انرژۍ بیې خورا لوړې شوې چې پرضد یې خلکو او ګوندونو مظاهرې هم کړې وې.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او په هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق سره د شپږو اربو ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

اسلام اباد له اوږدې مودې راهیسې له ای اېم اېف څخه د پور د نهم قسط ترلاسه کولو هڅې کولې خو د ۲۰۲۲ز کال له نومبر راهیسې هغه پروګرام د ځنډ ښکار وو.

په دې ترڅ کې د پخواني وزیراعظم شهباز شريف ترڅنګ د پاکستان لوړپوړو چارواکو د ای اېم اېف له مشرانو سره یوشمېر ناستې وکړې او د پیسو د نړیوال صندوق د شرطونو پوره کولو لپاره يې ګامونه پورته کړل.

په دې اقداماتو کې د انرژۍ د بیو لوړول، د حکومتي لګښتونو کمولو لپاره د کفایت شعارۍ پروګرام او د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ز مالي کال په بجټ کې د ۲۱۵ اربه روپيو نویو ټېکسونو لګول شامل دي.

XS
SM
MD
LG