د لاسرسي ځای

تازه خبر

جماعت اسلامي د ګرانۍ پرضد په لاهور کې د پرلت وهلو اعلان کړی دی


جماعت اسلامي د سېپټېمبر له ۱۸مې راهیسې په پېښور کې د ګورنر د کور مخې ته درې ورځنی پرلت وهلی وو.
جماعت اسلامي د سېپټېمبر له ۱۸مې راهیسې په پېښور کې د ګورنر د کور مخې ته درې ورځنی پرلت وهلی وو.

جماعت اسلامي د سېپټېمبر له ۲۱مې څخه د پنجاب په مرکز لاهور کې د ګورنر د کور مخې ته د ګرانۍ پرضد د احتجاجي ناستې پیلولو اعلان کړی دی.

دا اعلان د ګوند مشر سراج الحق د سېپټېمبر پر ۲۰مه په پېښور کې د ګورنر کور مخې ته د ګرانۍ پرضد د درې ورځني پرلت ختمولو پر وخت وکړ.

هغه په وينا کې وويل چې په پاکستان کې د بجلۍ او ګیس لوړو بېلونو خلک پرېشانه کړي دي او د هغوی لپاره د ورځني استعمال د شيانو اخیستل سخت شوي دي.

سراج الحق او نورو ويناوالو د پاکستان پر لنډمهالي حکومت د ګرانۍ کنټرولولو غږ وکړ او دړکه يې ورکړه چې که غوښتنه یې و نه منل شوه نو په اسلام اباد کې به د وزيراعظم د دفتر مخې ته اوږدمهاله پرلت ووهي.

خو نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د اګست پر ۳۰مه ویلي ول چې د بجلۍ د نرخونو کمولو په اړه به د نړیوال مالي صندوق (ای اېم اېف) سره مشوره کوي. پاکستان له ای اېم اېف څخه قرضونه اخیستي دي او حکومت وايي، د پرې کولو لپاره یې له مجبورۍ دا شرط منلی چې پر ګیس او بجلۍ حکومتي رعایت ختموي چې له کبله یې بیې زیاتېږي.

انوار الحق کاکړ د ګوندونو د مظاهرو په اړه ويلي ول چې چې هغوی دې د خلکو ورځني مسايل په راتلونکو ټاکنو کې د سیاسي ګټو لپاره نه کاروي.

د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم البته په وروستیو کې اړوندو چارواکو ته امر کړی وو چې د برېښنا بېلونو په ادا کولو کې دې خلکو ته اسانتیاوې پیدا کړي.

په پاکستان کې په تېر يو کال کې څو ځل د پېټرولو، بجلۍ، ګيس او ډيزلو نرخونه زیات کړل. د سېپټېمبر له ۱۶مې راهیسې، د يو ليټر پيټرولو بیه ۳۳۱ او د ډيزلو بیه ۳۱۱ ته لوړه شوې ده. همداراز د مظاهرو په مهال خلکو شکايت کړی چې د تير کال په نسبت یې دا ځل د بجلۍ بېلونه دوه برابره زیات شوي دي.

جماعت اسلامي د سېپټېمبر له پيل راهیسې د ګرانۍ ضد احتجاجونه پيل کړي دي. د هغه ګوند سیاستوالانو او پلویانو د سېپټېمبر پر دويمه د ګرانۍ پرضد د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې مظاهرې وکړي. په پېښور، کوټه، کراچۍ، اسلام اباد، لاهور او نورو ښارونو کې مظاهرچيانو پر حکومت غږ وکړ چې اقتصاد دې بهتر او د ورځني استعمال شيان دې ارزانه کړي.

د سېپټېمبر پر دویمه د ګرانۍ ضد سوداګرو احتجاجي کاربندیز کړی وو او و یې ویل چې ګرانۍ یې کار اغېزمن کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG