د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان کروندګرو د بجلۍ لوډشیډنګ پرضد کاربندیز اعلان کړی


د بلوچستان کروندګرو د نومبر په پیل کې هم د بجلۍ لوډشېډنګ پرضد کاربندیز کړی وو.
د بلوچستان کروندګرو د نومبر په پیل کې هم د بجلۍ لوډشېډنګ پرضد کاربندیز کړی وو.

د بلوچستان کروندګرو د بجلۍ د زیات لوډشیډنګ پرضد د روانې میاشتې له ۲۷مې څخه تر نامعلومې مودې پورې د کاربندیز اعلان کړی دی.

د کروندګرو د ټولنې یو مخکښ مشر کاظم اڅکزي د نومبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې بزګر او باغوانان به د کاربندیز پر مهال د بلوچستان لویې لارې تړي او د برېښنا بېلونه به هم نه پرې کوي.

نوموړي وویل، د اوبو او برېښنا چارو ادارې (واپډا) ورسره د بېل ورکولو په بدل کې اته ساعته د بجلۍ ورکولو موافقه کړې وه.

دی وايي، حکومت د پیسو د نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د پور پروګرام د شرطونو پوره کولو لپاره کروندګرو ته په رعایتي نرخ د برېښنا نه ورکولو او د ټیوب وېلونو نظام په لمرینې انرژۍ د چلولو پرېکړه کړې نو ځکه ورته کافي بجلي نه ورکوي.

ده وویل، "د ای اېم اېف شرط چې لاګو شوی دی چې زرعي ټیوب وېل ته به سبسېډي (رعایت) نه ورکوئ او د ۲۰۲۴ز مالي کال په بجټ کې به یې [نظام په] شمسي توانایۍ چلوئ. موږ له دې سره متفق یو، خو د [هغه پلان تر عملي کېدو] پورې له زاړه [مهالوېش] سره د بجلۍ ورکړه بحالېدل د دې له وجې ضروري دي چې د بلوچستان د ۷۰ فیصده خلکو روزګار زراعت دی چې تقریباً ۹۰ لکه خلک جوړېږي."

د بلوچستان کروندګرو د لوډشیډنګ پرضد احتجاج کړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:13 0:00

کاظم اڅکزي زیاته کړه چې اوس د غنمو د کښت موسم دی او د پټیو تیارولو لپاره اوبو ته ضرورت دی نو که واپډا برېښنا ور نه کړي نو کروندګر به لوی زیان وګالي.

خو په کوټه کې د واپډا ویاند محمد افضل بلوڅ مشال راډیو ته وویل چې کروندګرو ته یې د اربونو روپیو بېلونه پاتې دي چې له کبله یې ورته تر درو ساعتونو زیاته بجلي نه شي ورکولای.

ده وویل، " د روان کال په اکتوبر میاشت کې د صوبې د کروندګرو د ټیوبوېلونو د بجلۍ بل اوونیم اربه روپۍ راغلی وو خو دوی یوازې ۱۴ لاکه روپۍ ادا کړې دي."

د بلوچستان د اطلاعاتي چارو لنډمهالي وزیر جان اڅکزي د نومبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې ژر به د کروندګرو او واپډا ترمینځ اختلافات ختم کړي او د دې لپاره یې له دواړو خواوو سره خبرو ته دوام ورکړی دی.

بلوچستان د رقبې له پلوه د پاکستان تر ټولو پراخه صوبه ده خو له تېرو شاوخوا درو لسیزو یې زیاتره برخې وچکالۍ هم ځپلې دي.

هلته د وچکالۍ اغېز دومره زیات شوی دی چې د پښتون مېشتو سیمو خلک وايي، د وچکالۍ له کبله یې د زراعت تر تباه کېدو وروسته اوس د څښلو اوبه هم ورځ تر بلې پر کمېدو دي.

کروندګر وايي، یو پلو یې د وچکالۍ له کبله زراعت له منځه تللی دی او د پاتې هغه ژغورلو لپاره یې حکومت نه غږ اوري او نه یې مرسته کوي.

دوی تر دې وړاندې هم په وار وار د بجلۍ کمي او زیاتو بلونو پرضد د صوبې په بېلا بېلو ښارونو کې احتجاجونه کړي دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG