د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف د پانګونې زیاتولو لپاره ځانګړې شورا جوړه کړې


وزيراعظم شهباز شريف په يوه خبري غونډه کې خبرې کوي - انځور له ارشیفه
وزيراعظم شهباز شريف په يوه خبري غونډه کې خبرې کوي - انځور له ارشیفه

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په هېواد کې د اقتصادي ودې لپاره د يوه ځانګړې شورا یا کونسل جوړولو اعلان کړی دی.

شهباز شريف د جون ۲۱مه پر ټويټر ولیکل چې پاکستان له اقتصادي بحرانه د اېستلو لپاره یې تل په دوامداره تګلاره ټینګار کړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې د ټولشموله اقتصادي تګلارې د جوړولو لپاره اتحادي حکومت په سرمايه کارۍ کې د سهولتونو ورکولو لپاره د سپیشل انويسټمنټ فېسيلېټېشن کونسل په نوم د ځانګړې شورا جوړولو فیصله کړې ده.

شریف وویل چې دغه شورا به د اقتصاد په جوړښت يا ساخت کې په اصلاحاتو کولو سره د تګلارو جوړولو مهمه اداره وي او له دوست هېوادونو څخه سرمايه کاري وروړي. دا راز د هغې شورا يو مهم کار به دا وي چې له دې لارې په پاکستان کې د سرمايه کارۍ کچه پینځه اربه امريکايي ډالر ته لوړه کړي.

پاکستان له تېرو څو کلونو راهيسې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او ولس يې له ګرانۍ او بې روزګارۍ سر ټکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG