د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته نور ۳ اربه ډالر ورکوي


اسلام اباد له ايي اېم اېف څخه د پور پروګرام د تېر کال نومبر راهیسې د ځنډ ښکار وو ـ پخوانی انځور.
اسلام اباد له ايي اېم اېف څخه د پور پروګرام د تېر کال نومبر راهیسې د ځنډ ښکار وو ـ پخوانی انځور.

د پیسو نړیوال صندوق (ايي اېم اېف) وايي پاکستان ته د درې اربه ډالرو پور ورکولو په اړه یې د هغه هېواد له حکومت سره تړون کړی دی.

سازمان د جون پر ۲۹مه په بیان کې وویل چې دا نهه میاشتنی تړون د ماموینو په کچه شوی او د ايي اېم اېف مشرتابه منظورۍ ته اړتیا لري. بیان لیکي چې ښايي د جولايي تر نیمایي هغوی دې ته کتنه وکړي.

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار پر تړون خوښي څرګنده کړې. نوموړي د جون پر ۳۰مه د ايي اېم اېف خپور کړی بیان له خپلې ټویټر پاڼې خپور کړی او 'الحمدالله' یې ورسره لیکلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پیسو نړیوال صندوق له خوا له پاکستان سره د پورونو د پروګرام موده نن پای ته رسېده.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او په همغه کال کې یې د پیسو نړیوال صندوق (ايي اېم اېف) سره د شپږ اربه ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

اسلام اباد له ايي اېم اېف څخه د پور د نهم قسط ترلاسه کولو هڅې کولې خو د تېر کال نومبر راهیسې هغه پروګرام د ځنډ ښکار وو.

په دې لړ کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د فرانسې په سرښار پېرس کې تېره اوونۍ د پیسو نړيوال صندوق له چارواکو سره وکتل.

تر کتنې وروسته د وزيراعظم دفتر د جون پر ۲۲مه وویل چې شهباز شريف په هغې ملاقات کې د ايي اېم اېف د قرض پروګرام او په دوه اړخيزو چارو ټينګار وکړ. پېرس ته د شهباز شريف تر تګ مخکې پاکستاني رسنيوو ويلي وو چې وزيراعظم غواړي د نړيوال مالي صندوق چارواکو ته ډاډ ورکړي چې د نور قرض د ادايګۍ شرایط پوره کولی شي نو ځکه دې یې ژر تر ژره ورکړي.

د پاکستان حکومت له نړيوال مالي صندوق څخه د پورونو شرایط اسانولو په لټه کې دی. د ۲۰۲۲ کال په سیپتمبر کې د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري د امريکې د سفر په وخت ويلي‌ول چې هېواد یې سېلابونو ځپلی دی نو ځکه دې نړيوال پورونه په اسانه شرطونو ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG