د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف: پرمختللي هېوادونه دې د وسایلو منصفانه تقسیم وکړي


شهباز شريف د نړيوال مالي صندوق له اداري مشرې سره د ملاقات په وخت
شهباز شريف د نړيوال مالي صندوق له اداري مشرې سره د ملاقات په وخت

د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف ویلي چې پرمختللي هیوادونه باید د وسایلو وېش په منصفانه توګه وکړي چې د مخ پر ودې هیوادونو د کړاوونو کمولو کې مرسته وشي او د نړۍ سوله یقیني شي.

نوموړي پرون (د جون په ۲۲مه) په پاریس کې د نړۍ د ۴۰ هېوادونو مشرانو غونډې ته وینا کوله چې د غربت او ماحولیاتي بدلون سره د مبارزې لپاره د نوې تګلارې جوړولو لپاره ټول شوي ول.

د نوي نړیوال مالي تړون دوه ورځنۍ سرمشریزه چې د فرانسې د ولسمشر اېمانوېل مکرون په کوربه توب ترسره کیږي، د مخ پر ودې هیوادونو لپاره د پور د ورکولو د سیسټم ښه کولو هڅه کوي.

له غونډې وړاندې وزيراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو د چارواکو په ګډون د یو شمېر نړیوالو مشرانو سره ملاقاتونه وكړل او مخ په ودې هېوادونو ته په ورپېښو چیلنجونو او په تېره بيا د موسمي بدلون په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

نوموړي په پاریس کې د نړيوال مالياتي فنډ د منېجنګ ډایرېكټرې کریسټالینا جورجېووا سره هم ولیدل او هغه یې د اقتصادي ودې لپاره له حکومتي اقداماتو خبر کړه.

دا ملاقات په داسې حال کې کیږي چې د پیسو د نړیوال صندوق یا د IMF لخوا د یو اعشاریه دوه بلینه ډالرو د جاري کولو لپاره د پاکستان نهمه بیاکتنه د ځنډ ښکار ده او د پروګرام موده د جون په ۳۰مه نېټه پای ته رسېږي چې اوس ورته له لسو کمې ورځې پاتې دي.

وزیراعظم شهباز شریف د معاملې د هواري هیله ښودلې خو ايي اېم اېف غواړي چې له پورونو ورکولو وړاندې په پاکستان ځیني شرطونه ومني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG