د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزې ته د مدترانې سمندرګي له لارې لومړنۍ مرستې رسېدلې دي


د هسپانیې خیریه ادارې کښتۍ د مارچ پر ۱۲مه له قبرصه روانه شوې وه.
د هسپانیې خیریه ادارې کښتۍ د مارچ پر ۱۲مه له قبرصه روانه شوې وه.

د غزې تړانګې ته د مدترانې یا روم سمندرګي له لارې لومړنۍ مرستې رسېدلي او د وېشلو لپاره تیارې دي.

د هغې محاصره شوې سیمې د وګړو لپاره نېږدې ۲۰۰ ټنه خواړه په خوندي توګه ساحل ته لېږدول شوي دي. د نړیوال پخلنځي یا اشپزخانې (ورلډ سېنټرل کېچن) په نوم د هسپانیې خیریه ادارې، چې د ناورینونو پر مهال اغېزمنو خلکو ته خواړه رسوي، د مارچ پر ۱۶مه، وویل، "ټول مالونه له کښتۍ ښکته شوي او وېشلو ته تيار دي."

هغه اداره په امريکا کې د مېشت مشهور هسپانیوي اشپز خوسې اندریاس دی. اداره وایي غزې تړانګې ته د خوراکي مرستو رسولو لپاره یوه بله کښتۍ هم چمتو کوي.

د اوپن ارمز په نامه کښتۍ د مارچ پر ۱۲مه د قبرص له لارناکا بندره روانه شوې وه او د مارچ پر ۱۵مه غزې ته رسېدلې وه.

مرستندویه هېوادونه او خیریه ادارو د غزې ۲۴ لکو اوسېدونکو ته د خوړو رسولو هڅې تېزې کړي دي ځکه چې هغه سیمه د څه باندې پینځه میاشتنۍ جګړې له وجې له قحطۍ سره مخامخ ده او خلک د خوړو په لټون پسې سرګردانه دي.

تر دې وړاندې، بېلابېلو هېوادونو د سیمې خلکو ته له الوتکو څخه د پیراشوټونو په وسیله کې مرستندویه توکي وغورځول چې د وېش پرمهال یې د ټېل ماټېل او مرګونې پېښې کېدې.

امریکايي ولسمشر جو بایډن تېره اوونۍ په غزه کې د مدترانې یا روم سمندرګي پر ساحلي سیمه د امریکایي پوځ لپاره د یو داسې ځای جوړولو د پلان اعلان کړی وو چې له هغه ځای به هره ورځ غزه ته خوراکي توکي لېږدول کېږي.

په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې د جرمني وزیراعظم اولاف شولڅ د مارچ پر ۱۷مه له خپل اسراییلي سیال بنیامین نتنیاهو سره وویني.

دا د غزې د څه باندې باندې پینځه میاشتنۍ جګړې پر مهال اسراییلو ته د شولڅ دویم سفر دی.

ټاکل شوې چې شولڅ له نتنیاهو سره په خبرو کې هغه ته په رفح سیمه کې د ځمکنیو عملیاتو د پلان پر وړاندې بیړنی خبرداری ورکړي.

شولڅ د اسراییلو او حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، ترمینځ د اوربند غوښتنه کوي.

نوموړی پر داسې مهال د اسراییلو په سفر دی چې اسراییلي وزیراعظم د مارچ پر ۱۵مه په رفح سیمه کې د برید پلان تایید کړ. په هغه ښار کې څه باندې ۱۰ لکه کسانو پناه اخیستې ده.

امریکا او نورو متحدانو یې هم پر اسراییلو غږ کړی دی چې په هغه سیمه کې دې د عملیاتو له پلانه په شا شي.

XS
SM
MD
LG