د لاسرسي ځای

تازه خبر

نتنياهو پر رفح د ممکنه برید منظوري ورکړې ده


د رفح په کیمپ کې د مارچ پر ۱۱مه، ماشومان د خپلو خیمو مخې ته ولاړ دي.
د رفح په کیمپ کې د مارچ پر ۱۱مه، ماشومان د خپلو خیمو مخې ته ولاړ دي.

اسرایيلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د غزې په تړانګه کې په رفح سیمې د برید پلان منظور کړی دی.

رفح د غزې په جنوب کې ښارګوټی دی چې دا مهال پکې څه باندې ۱۰ لکو خلکو پناه اخیستې ده.

نتنیاهو د مارچ پر ۱۵مه د ممکنه برید منظوري په داسې حال کې ورکړې ده چې امریکا او نور متحدینو یې پر نتنیاهو غږ کړی دی چې له دې اقدامه دې په شا شي ځکه چې په دې کې په لویه کچه د ولسي وګړو د وژل کېدو خطره ده.

د امریکا ولسمشر جو بایډ‌ن د مارچ پر نهمه د امریکا اېم اېس اېن بي سي ټېلېوېژن ته ویلي ول چې د غزې پر رفح سیمې د اسراییلو ممکنه حمله ورته "سره کرښه" ده او اسراییل به داسې کولو ته پرې نه ږدي.

خو اسراییل وایی چې رفح د حماس ډلې له اخري مظبوطو مرکزونو څخه ده.

اسراییل وایی چې د برید ترڅنګ یې د اوربند امیدونه هم ژوندي ساتلي دي او پلان لري چې قطر ته د خبرو لپاره پلاوی ولېږي.

د خبرو هدف د امريکا او اروپايې اتحاديې لخوا ترهګرې ګرځول شوې ډلې حماس سره د يرغمل شوو کسانو پر سر يو ممکنه تړون ته رسېدل دي.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل برید کړی وو او له هغې راهیسې هلته جګړه روانه ده.

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۱،۰۰۰ اوښتی دی چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.

جګړې د غزې ډېره برخه ویجاړه کړې او په ځانګړې توګه په شمالي برخو کې یې بشري ناورین زېږولی دی. د دې له وجې زیاتره خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خوړو په لټه کې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG