د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت مخې ته چاودنې لږ تر لږه ۶ کسان وژلي، ۱۲ ژوبل کړي


د بهرنيوو چارو وزارت مخې ته د طالبانو امنيتي سرتيري ولاړ دي
د بهرنيوو چارو وزارت مخې ته د طالبانو امنيتي سرتيري ولاړ دي

د افغانستان په سرښار، کابل کې د طالبانو حکومت بهرنيوو چارو وزارت ودانۍ مخې ته د مارچ پر ۲۷مه چاودنه شوې ده.

د کابل لپاره د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند خالد ځدران د مارچ پر ۲۷مه رسنيوو ته په ليږلي پېغام کې وويل چې د ملک اصغر په څلور لارې کې امنيتي چيک پواينټ ته نيږدې يو ځانمرګی بریدګر موخې ته تر رسېدو وړاندې په نښه شو. خو د هغه په خبره د بريدګر د وژل کېدو په پايله کې هغه سره چاودېدونکو توکو چاودنه کړې چې له امله یې ۶ ملکي کسان وژل شوي او یو شمیر ټپیان شوي.

بلخوا په کابل کې ايمرجنسي نړیوال روغتون پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې د بهرنيو چارو وزارت مخې ته شوې له چاودنې دوی ته ۲ مړي او ۱۲ ټپيان وروړل شوي. په زخميانو کې يو ماشوم یاد شوی دی.

تر اوسه کومې ډلې د دغې حملې ذمه واري نه‌ده منلې.

په بهرنيوو چارو وزارت کې د ازادي راډيو یوې سرچيني د نوم نه خپرولو په شرط ويلي‌چې دا يو ځانمرګی برید وو. د دغه سرچینې په خبره حمله د وزارت مرکزي دروازې کې د تالاشۍ په ځای کې شوې ده.

د طالبانو حکومت امنیتي چارواکو د چاودنې او د مرګ‌ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

د دې کال په جنورۍ کې هم د طالبانو د بهرنيو چارو پر وزارت بريد شوی چې پکې د ياد وزارت ۱۶ ډيپلوماټان ووژل شول او تر ۴۰ ډېر کسان پکې ژوبل شول. داعش وسله‌والې ډلې د هغې حملې ذمه واري منلې وه.

که څه هم د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد په بیا بیا ويلي‌چې په افغانستان کې داعش وسله واله ډله زوروره نه ده خو دې ډلې په دې وروستيوو کې پر طالبانو ګڼ بریدونه کړي دي.‌

د روان کال په مارچ مياشت کې په بلخ ولايت کې د طالبانو والي‌ملا داود مزمل په يوه چاودنه کې وژل شوی وو. داعش وسله والې ډلې د دې حملې ذمه واري ومنله. ملا مزمل د طالبانو له لوړپوړو جنګي قوماندانو څخه وو. د طالبانو حکومت هغه د ۲۰۲۲ کال په مې مياشت کې د کورنيوو چارو مرستيال وزير ټاکلی وو خو وروسته یې د بلخ والي‌کړ.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه کابل نيولی. تر هغه وروسته یې د حکومت چارې پيل کړي خو پر وړاندې یې بېلابېل وسله والې ډلې جګړه کوي. په دوی کې تر ټولو قوي‌ یې، داعش ګڼل کيږي چې پر طالبانو یې په تېر وخت کې هم د ځينو بریدونه ذمه واري منلې ده.

XS
SM
MD
LG