د لاسرسي ځای

تازه خبر

چینایي ولسمشر شي جین پینګ راتلونکې اوونۍ ماسکو ته ځي


چینایي ولسمشر شي جین پینګ له خپل روسي سیال ولادیمیرپوتین سره: زوړ عکس
چینایي ولسمشر شي جین پینګ له خپل روسي سیال ولادیمیرپوتین سره: زوړ عکس

ولسمشر شي جین پینګ به د مارچ له ۲۰مې تر ۲۲مې په خپل دغه رسمي سفر کې د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خپل ملاتړ څرګندوي او پر هغه پلان به خبرې کوي چې هدف یې د اوکراین د شخړې ختمول دي.

کریملین د مارچ پر ۱۷مه په یو بیان کې ویلي چې دواړه مشران به د خپلمنځي تجارت او اقتصادي اړیکو پر پراخولو هم خبرې کوي. بیان زیاتوي په لیدنه کې به پر نړیواله کچه د دواړو هېوادونو د همکارۍ پر زیاتولو هم خبرې کیږي.

ولسمشر پوتین خپل چینایي سیال ته د دغه سفر بلنه ورکړې وه.

دا له هغې وروسته ده چې چین تېره میاشت د اوکراین د جګړې د ختمولو او هلته د سولې په اړه یو پلان اعلان کړ. په پلان کې د نورو خبرو سربېره پر دواړو هېوادونو د اوربند غږ شوی دی. بلخوا غربي نړۍ د چین دغه وړاندیز رد کړی خو مسکو یې هرکلی کړی.

د کیېف او ماسکو ترمنځ وروسته له هغې شخړه پیل شوې چې د ۲۰۲۱ز کال په فبرورۍ کې روس پر اوکراین برید وکړ او د هغه هیواد ځینې برخې یې ونیولی چې دا مهال د دواړو هیوادونو پوځونه د اوکراین په بخموت ښار کې په جګړه بوخت دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG