د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او چین ولسمشرانو پر اوکراین د روسيې د يرغل په اړه خبرې کړې


د امريکا او چين ولسمشران د انلاين غونډې پرمهال خبرې کوي- انځور له ارشيفه
د امريکا او چين ولسمشران د انلاين غونډې پرمهال خبرې کوي- انځور له ارشيفه

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د چین ولسمشر شي جن پینګ پر اوکراین د روسې یرغل او په دغه اړه د بیجنګ پر موقف خبرې وکړې.

سپینه ماڼۍ وایي، د مارچ پر ۱۸مه د دواړو مشرانو دغو ټیلیفونې خبرو نېږدې دوه ساعته دوام وکړ چې پکې د اوکراین او د تاییوان د حالاتو او د امریکا او د چین تعلقاتو ته کتنه وشوه.

بلخوا تر دغو خبرو یوه ورځ وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اينتني بلېنکن یوې خبرې غونډې ته ویلي وو چې ولسمشر بایډن به ولسمشر شي ته دا خبره په ډاګه کوي چې چین به د هر هغه اقدام ذمه واره وي چې د روسي یرغل د مرستې په تړاو یې پورته کوي. د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي سیالي هم د دغه ټیلیفونې خبرو د اجنډا برخه وه.

دا ټیلیفوني خبرې د مارچ پر ۱۴مه په روم کې د سپینې ماڼۍ د قامي سلامتیا د سلاکار جیک سولېوان او د چین د بهرنۍ پالیسۍ د لوړ پوړې سلاکار یانګ جیچي ترمنځ تر سختو خبرو وروسته پلان شوې وې. په هغه غونډه کې سولېوان د چین له روس سره پر یو ځای کېدو اندېښنه ښودلې وه.

په دې وروستیو کلونو کې چین او روسیې خپلې دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې کړي او چین پر اوکراین د روسي یرغل په ښکاره توګه په غندلو کې پاتې راغلی چې دې خبرې په واشنګټن کې اندېښنې راپارولې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG