د لاسرسي ځای

تازه خبر

جماعت اسلامي وايي پولیسو د حق غوښتنې تحریک مشر مولانا هدایت الرحمان نظربند کړی دی


د مولانا هدایت الرحمان پخوانی انځور.
د مولانا هدایت الرحمان پخوانی انځور.

جماعت اسلامي وايي چې د بلوچستان پولیسو د حق غوښتنې (حق دو) تحریک مشر او د ګوند د بلوچستان صوبایي سېکرټر مولانا هدایت الرحمان نظربند کړی دی او هغه یې په چمن کې له پرلتوالو سره د یووالي ښوولو لپاره ورتګ ته نه دی پرېښی.

د ګوند یو ویاند وايي، د کوټې پولیسو هغه تر هغې وروسته د جماعت اسلامي په دفتر کې نظربند کړ چې نوموړي د نومبر پر نهمه خبري غونډې ته وویل چې د جمعې پر ورځ د چمن د پرلتوالو ملاتړ ته ورځي.

په کوټه کې د جماعت اسلامي ویاند ولي شاکر د نومبر پر ۱۰مه مشال راډيو ته وویل پولیسو هدایت الرحمان د نومبر نهمې پر مازیګر نظربند کړی دی.

خو د کوټې پولیس وایي، هغه یې نه دی نظربند کړی البته ضلعي چارواکو او پولیسو یې د امنیت او د هغه د خوندیتوب په خاطر ځینې ګامونه اخیستي دي.

پولیسو له دې پرته نور معلومات نه دي ورکړي خو د بلوچستان چارواکو تر دې مخکې د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) مشر او د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی محسن داوړ هم د چمن په پرلت کې له ګډون کولو وګرځاوه او د نومبر پر نهمه یې له کوټې څخه یې اسلام اباد ته ستون کړ.

دا په داسې حال کې ده چې په چمن کې د سوداګرو، سیاستوالانو، فعالانو او مزدورانو پرلت له درو اوونیو راهیسې روان دی. پرلتوال د چمن او سپین بولدک ترمینځ د خلکو تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې حکومتي شرط د لېرې کولو غوښتنه کوي.

مولانا هدایت الرحمان له تېرو دوو کلونو راهیسې وار په وار په ګوادر کې ولسي احتجاجونه کړي او ګڼو خلکو یې ملاتړ کړی دی. د هغه په مشرۍ "حق دو " تحریک په ګوادر کې د غټو کښتیو او مشینونو (ټرالرو) له لارې د کبانو ښکار بندولو، د سرحدي ځواکونو د پوستو ختمولو، د نشه يي توکو پرضد د اقداماتو او له ایران سره د سوداګرۍ لارې اسانه کولو غوښتنې لري.

په چمن کې د تاجرانو اتحاديې او سياسي ګوندونو د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې پرلت ته دوام ورکړی دی. دوی وایي چې چارواکي دې د چمن او سپين بولدک ترمينځ پر دروازه خلکو ته د پخوا په شان پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکړي.

په پرلت کې شامل زیاتره کسان پنډیان یا ګنډې وړونکي دي چې ځايي خلک یې لغړیان بولي. دوی دريځ لري چې هره ورځ څو څو ځلې د ګنډو وړلو لپاره د چمن او سپین بولدک ترمینځ تګ راتګ کوي نو هر ځل پاسپورټ ښوول او ویزه لګول ممکن نه دي.

پرلتوال وایي، د حکومت هغه پرېکړه د سيمې زرګونه کسان بې روزګاره کوي نو ځکه دې یې بېرته واخلي.

خو د پاکستان نګران حکومت ويلي چې د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته هېڅوک د پاکستان او افغانستان ترمینځ بغير له پاسپورټ او وېزې سفر نه شي کولی.

د چمن له پرلتوالو سره د هغه ځای د انتظامیې، صوبايي نګران حکومت او د پوځ ځايي مشرانو او چارواکو مذاکرات کړي دي خو لا نتيجې ته نه دي رسېدلي.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر ډېورنډ کرښه پخوا د تګ راتګ لپاره ډېرې لارې وې خو پر کرښه د اغزن تار تر غځېدو وروسته د دواړو هېوادونو وګړي یوازې پر محدودو لويو لارو تګ راتګ کولای شي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG