د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنو دیني عالمانو د نجونو پر لوبو د بندیز غوښتنه کړې ده


په پېښور کې یوشمېر زده کوونکې د رسه کشۍ سیالۍ پر مهال - پخوانی انځور.
په پېښور کې یوشمېر زده کوونکې د رسه کشۍ سیالۍ پر مهال - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې دیني عالمانو او ملایانو په سپورټي سیالیو کې د ښوونځیو او کالجونو د نجونو پر ګډون د بندیز غوښتنه کړې ده.

د بنو په ډومېل کې دیني عالمانو د نومبر پر ۲۳مه په غونډه کې ګواښ وکړ چې که انتظامیې د ښار په سپورټس کمپلېکس کې د نجونو پر لوبو بندیز و نه لګاوه نو پرضد یې احتجاجي تحریک پیلوي.

د غونډې مشرانو قاري ګل عظیم او مولانا جلال شاه وویل چې د بنو فرهنګ د خیبر پښتونخوا له نورو ضلعو بدل دی نو ځکه نجونو ته اجازه نه شي ورکولای چې کمپلېکس ته ورشي او هلته په سپورټي سیالیو کې برخه واخلي.

مولانا جلال شاه غونډې ته وویل دوی د ښځو د زده کړو مخالف نه دي خو د هغوی د سپورټس مخالفت کوي ځکه چې دا "بنو د روایاتو ضد" کار دی او له انتظامیې او د تعلیمي ادارې له مشرانو غواړي چې "ژر هغه لوبې بندې کړي. موږ ورته سوال منت (زارۍ) نه کوو، فوراً دې بندیز اعلان کړي."

دا پر داسې مهال ده چې د ۲۰۲۲ز کال په اګست کې چارواکو د ملايانو او دیني عالمانو يوې ۳۲ کسيزه کمېټۍ تر احتجاج وروسته د بنو په چاوڼۍ کې تفریحي پارک ته د ښځو پر ورتګ بندیز ولګاوه.

تر دې یوه میاشت مخکې په باجوړ کې یوې جرګې سیلځایونو ته د ښځو پر ورتګ بندیز اعلان کړی خو د پاکستان د بشري حقونو کمېشن دا کار غیر قانوني او د ښځو د حقونو ضد بللی وو.

د بنو د نجونو د کالج یوې زده کوونکې له مشال راډیو سره په خبرو کې د دیني عالمانو پر غوښتنې د خفګان څرګندونه وکړه.

هغې زده کوونکې، چې د موضوع د حساسیت له وجې یې د خپل اصلي نوم پر ځای د ګل غوټۍ نوم غوره وباله، د نومبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل چې د سړیو تر څنګ ښځې هم حقونه لري، د ټولنې په پرمختګ کې کردار لوبوي او دا چې د پاکستان په هېڅ قانون کې پر ښځو دا ډول محدودیتونه جواز نه لري.

نوموړې داراز پر دې هم خفګان وښود چې سړي اکثر د نجونو او ښځو د ژوند چارو په اړه پرېکړې کوي. "ایا تل به سړي دا فیصله کوي چې ښځه دې تعلیم وکړي یا د لوبې کوي یا دې یې نه کوي؟ کله یې بازار ته پر تګ بندیز لګي، کله یې پر زده کړو او اوس یې عالمانو پر لوبو بندیز غوښتی دی."

ګل غوټۍ زیاته کړه چې د ملایانو او دیني عالمانو دا غوښتنه نه مني ځکه چې نجونه هم حق لري چې "لوبې وکړې، زده کړې وکړې او یا سیل وکړي."

د دیني عالمانو د غوښتنې په اړه مو چې د بنو د انتظامیې له دفتر سره رابطه وکړه نو هلته موجودو چارواکو له دې موضوع ناخبري وښوده او نور څه یې و نه ویل.

البته د بنو د تعلیم ادارې یوه چارواکي چې د موضوع د حساسیت له وجې یې د نوم له څرګندولو ډډه وکړه، مشال راډیو ته وویل چې اوسمهال د ثانوي ښوونځیو (های سکولونو) پر سطح د نجونو سیالۍ روانې دي چې د سکولونو په ودانیو کې دننه کېږي او دا په هېڅ صورت د بنو "روایات نه متاثره" کوي.

هغه وویل چې د ضلعي چارواکو په مرسته هڅه کوي چې دیني عالمان پوه کړي چې د نجونو سیالۍ او لوبې په پرانیستو لوبغالو کې نه بلکې د هغوی په ښوونځيو کې کېږي نو ورباندې دې نیوکې نه کوي.

هغه چارواکي زیاته کړه چې نجونه د تعلیم ترلاسه کولو تر څنګ د هم نصابي او غیر نصابي هلو ځلو پوره حق لري چې باید له دې بې برخې نه شي.

XS
SM
MD
LG