د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبرپښتونخوا بجټ له اسمبلۍ منظور شو


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ودانۍ
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ودانۍ

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د جون په ۲۶مه د راتلونکې مالي کال ۲۰۲۱-۲۲ بجټ منظور کړ.

د صوبايي بجټ ټول حجم ۱۱۱۸ اربه روپۍ دی. په دې کې د پرمختیایي چارو لپاره ۳۷۱ اربه روپۍ او قبايلي ضلعو لپاره ۱۰۰ اربه روپۍ ځانګړې شوې دي.

اسمبلۍ د فاینانس بیل ۲۰۲۱ منظوري هم ورکړې ده. په فاینانس بیل کې ځيني ټيکسونه ختم کړل شوي چې پکې د انجنيرانو، ډاکټرانو، زرعي او ګاډو رجسټريشن فيس ختمول شامل دي.

د خيبر پښتونخوا وزيراعلا محمود خان پرون د اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې خپل وړاندې کړی بجټ عوام دوسته وباله. هغه زیاته کړه چې د صحت انصاف کارډ پشان به تعليمي کارډ هم جاري کوي او له دې به مستحق زده کونکي ګټه پورته کړي. هغه د راشن کارډ يادونه هم وکړه چې په وينا یې د خيبر پښتونخوا حکومت به یې غریبو خلکو ته ورکوي. پر دې کارډ به د حکومت له مشخصو ځايونو څخه خوراکي مرسته ترلاسه کېدلی شي.

د خیبر پښتونخوا بجټ د خزانې وزیر تیمور سلیم جګړا د جون پر ۱۸مه وړاندې کړي وو. اپوزیشن سیاستوالو پرې نيوکې کړې وي او ويلي‌یې وو چې حکومت په صوبايي اسمبلۍ کې خپلو غړو ته ډېرې او مخالفو سیاستوالو ته د ترقیاتي کار لپاره کمې پېسې ورکوي. دوی دا هم ويلي وو چې د تېر کال بجټ ټولې پېسې نه وې لګول شوې چې د حکومت ناکامي ښيي. چارواکو دا رد کړې وه.

د جون په ۲۶مه چې کله د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې بجټ د رايو لپاره وړاندې شو نو اپوزیشن غړو احتجاج ونه کړ. د دې وجه د حکومتي چارواکو په وينا دا ده چې په بجټ کې یې د اپوزیشن ګوندونو غوښتنې منلې دي. د احتجاج نه کولو له امله وزیراعلی د اپوزیشن غړو مننه وکړه او وې ويل چې دا يو ښه نوی روايت جوړ شو.

XS
SM
MD
LG