د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان ولس ته هم صحت کارډ ورکوو: عمران خان


د پاکستان وزیراعظم عمران خان
د پاکستان وزیراعظم عمران خان

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې تر پنجاب او خیبر پښتونخوا وروسته به د بلوچستان ولس ته هم صحت کارډ ورکوي.

د نوموړي په وینا په ژمي کې د دې صوبې شمالي سیمې ډېرې یخې وي نو هڅه به کوي چې راتلونکې کال کې په زیارت کې د اوبلن ګیس (ایل پي جي ګیس) پلانټ ولګوي.

عمران خان دا اعلانونه د جون پر لومړۍ نېټه کوټې ته د خپلې یوې ورځنۍ سرکاري دورې پر مهال وکړل.

نوموړي لومړی د کوټه سټاف کالج کې لوړپوړو پوځي چارواکو ته وینا وکړه او وروسته د اوبښتو په ځنګلونو پوښلې سېلانۍ سیمې زیارت ته ولاړ او هلته یې یوې غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې وفاقي حکومت د بلوچستان جنوبي سیمو (بلوڅ مېشتو سیمو) د ترقۍ لپاره شاوخوا اووه (۷) سوه اربه روپۍ ورکړي دي.

صحت کارډ

وزیراعظم عمران خان د خپلې دغه دورې پر مهال وویل چې د بلوچستان هرې کورنۍ ته به صحت کارډ ورکړي.

نوموړي زیاته کړه چې د خیبر پښتونخوا نیمايي ابادۍ ته یې صحت کارډ رسولی چې نېږدې ۱۰ لکو وګړو ته وړیا درملنه (علاج) ورکوي او د سږني کال تر پایه به د پنجاب ټولو خلکو ته صحت کارډ ورکول کېږي.

خو حزب اختلاف وايي، د وزیراعظم عمران خان له اوسنۍ دورې د بلوچستان ولس مایوسه شوی دی، د دوی په وینا په خاصه توګه د بلوچستان په شمالي برخو (پښتون مېشتې سیمې) لپاره یې هېڅ ځانګړی اعلان نه دی کړی.


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ د جون پر دوهمه نېټه مشال راډیو ته وویل چې د زیارت سنځاوۍ سړک د جوړولو منظوري تېر حکومت ورکړې وه.

د نوموړي په وینا چې د عمران خان حکومت نه ملازمتونه ورکړي، نه یې ډېمونه ورکړي، د چمن کاروبار یې په ټپه ودرولی، په زرګونو لکونو خلک یې بې روزګاره کړل، د اېف سي چېک پوسټونه دي.

عثمان کاکړ زیاتوي چې د زیارت ځنګلاتو/فارسټ یونیورسټۍ او د موساخېلو مالدارۍ یا لایوسټاک یونیورسټۍ تېر حکومت پلان کړې وې خو د بلوچستان وزیر اعلا جام یې نه پرېږدي.

د زیارت د دورې څخه وړاندې په سټاف کالج کوټې ته په خپله وینا کې وزیراعظم عمران خان وویل، دوی یو داسې پاکستان جوړول غواړي چې د قانون حکمراني وي او ولس ته بې له څه توپیره انصاف ورسېږي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG