د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د پي ټي اېم سیند صوبې مشر نور الله ترین په بله قضیه کې بري کړ


قادر خان اېډوکېټ وايي چې د نورالله ترين په ټولو مقدمو کې ضمانت شوی دی. پخوانی انځور
قادر خان اېډوکېټ وايي چې د نورالله ترين په ټولو مقدمو کې ضمانت شوی دی. پخوانی انځور

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د سيند صوبې مشر نورالله ترین په یوه بله قضیه کې بري کړی دی.

د نوموړي وکیل قادر خان د مې پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې پولیسو پر ترین او د هغه پر نورو ملګرو د لګېدلو تورونو په ثابتولو کې پاتې راغلل نو ځکه عدالت د هغوی د بري کولو امر وکړ.

قادر خان وویل چې له دې وړاندې نور الله ترين په درې نورو مقدمو کې بري شوی وو. هغه وویل، پر ترین ټولې ۱۰ مقدمې دي چې په څلورو کې هغه بري شوی او په پاتې هغو کې یې ضمانتونه شوي دي.

دی وايي چې پولیسو هغه قضیې په ۲۰۱۹ز کال کې ثبت کړې وې چې پکې یې د ترین په ګډون د پي ټي اېم پر مخکښانو علي وزیر، عالمزېب مسید، محمد شېر مسید او نورو غړو او پلویانو د "ریاست او ریاستي ادارو پر ضد د ویناګانو" تورونه پورې کړي ول.

د پي ټي اېم کراچۍ فعالان وایي، د نورالله ترین د خلاصولو لپاره د ضمانت پیسې په عدالت کې جمع کوي او تر هغې وروسته به نوموړی خوشی شي خو، د نوموړي وکیل قادر خان وویل که پوليسو پر نور الله ترين نوري مقدمې ښکاره کړی نو د هغې پر ضد به هم د قانوني کارروایی لپاره عدالت ته ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ترهګرۍ ضد عدالت د روان کال په اپرېل کې نور الله ترین په دوه مقدمو او په فبرورۍ کې یې د ۲۰۱۹ز کال په یوه بله قضیه کې بري کړی وو.

پر ترین او نورو ملګرو یې په درج شویو قضیو کې د دولت او دولتي ادارو پر ضد د ویناګانو، د خلکو پارولو او عامه نظم ګډوډولو تورونه پورې شوي دي.

د پي ټی اېم مشران دا ټول تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان په اييني چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره سوله ييزه مبارزه کوي.

د کراچۍ پوليسو نورالله ترين د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر څلورمه د عامه نظم زیانمنولو د هڅې په تور د يوې مياشتې لپاره نيولی وو.

پوليسو هغه وخت ويلي ول چې ترين د کراچۍ په سهراب ګوټ سيمه کې د حکومت له خوا د بې اسناده افغان کډوالو د نيولو پر وخت د پوليسو او نورو رياستي ادارو پر ضد ويناګانې کړي او د امنيت خرابولو هڅه يې کړه ده. نوموړي د پوليسو دا تورونه رد کړي ول.

وروسته پوليسو په ټولو قضيو کې د هغه ګرفتاري وښووله او ترین له څه باندې اووه میاشتو راهیسې په زندان کې دی.

نور الله ترين تر دې وړاندې هم څو ځلې پوليسو په بېلابېلو مقدمو کې نيولی او زنداني کړی دی چې وروسته بیا په ضمانت خوشې شوی وو.

XS
SM
MD
LG