د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن پرلتوالو د غوښتنو نه منلو په صورت کې د چمن او سپین بولدک لارې د تړلو دړکه ورکړې


پرلتوال وايي چې که يې غوښتنې ونه منل شوې نو د نومبر له ۲۰مې به د چمن لاره بنده کړي. پخوانۍ انځور
پرلتوال وايي چې که يې غوښتنې ونه منل شوې نو د نومبر له ۲۰مې به د چمن لاره بنده کړي. پخوانۍ انځور

د بلوچستان په چمن ښار کې د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو پر ضد پرلت نن پر ۲۶مه ورځ هم روان دی.

د تاجرانو اتحاديې او سياسي ګوندونو دا پرلت د اکتوبر پر ۲۱مه پيل کړی او غوښتنه کوي چې د چمن او سپين بولدک ترمينځ پر سرحدي دروازه دې د پخوا په شان پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکول شي.

په چمن کې د لغړي اتحاد يا پنډيانو مشر غوث الله د نومبر پر ۱۵مه مشال راډیو ته وويل، که يې غوښتنې ونه منل شوې نو د نومبر له ۲۰مې به د احتجاج په توګه د خلکو او تجارت پرمخ د چمن اوسپین بولدک ترمینځ لویه لاره بندوي.

"موږ چې پر ۲۰م تاريخ (نومبر) لاره بندوو، دا به د ۱۵ يا ۲۰ ورځو لپاره وي. که زموږ غوښتنه په دې هم حل نه شوه، بيا موږ کوټې ته لانګ مارچ کوو او د بلوچستان اسمبلۍ مخ بندوو. دا پرلت به هم جاري وي او هلته به د اسمبلۍ مخ ته هم پرلت وهو."

نوموړي زياته کړه چې د پرلت مشرانو يوه پينځه کسيزه نماينده کمېټۍ جوړه کړې چې په کوټه کې به له نګران صوبايي حکومت او سياستوالو سره تر ليدو وروسته اسلام اباد ته ځي او هلته به د وفاقي حکومت له چارواکو سره ليده کاته کوي.

پرلتوالو ته هره ورځ د بېلا بېلو سياسي ګوندونو او د سوداګرو د اتحاديو مشران ويناوې کوي او د ملاتړ ډاډ ورکوي. له پرلتوالو سره د پوځي او د نګران حکومت چارواکو خبرې کړې خو تراوسه يې نتيجه نه ده ورکړې.

دا پرلت له هغه وروسته پیل شوی چې د پاکستان حکومت په اکتوبر مياشت کې اعلان وکړ چې د نومبر تر لومړۍ نېټې وروسته به د افغان کډوالو په ګډون ټول بې اسناده بهرني وګړي په زور له هغه هېواده باسي او له هغه وروسته به له افغانستان سره تګ راتګ يوازې پر پاسپورټ او ويزه وي.

په سېنېټ کې بحث

د پاکستان په سېنېټ کې ځينو سېنېټرانو د چمن له پرلتوالو سره ملاتړ ښوولی او پر حکومت یې غږ کړی وو چې د هغو احتجاج کوونکو غوښتنې ومني.

د نومبر پر ۱۳مه، په سېنېټ کې د بحث پر وخت د عوامي نېشنل ګوند سېنېټر عمر فاروق کاسي د خپلې وينا پر وخت ووویل چې پر ډيورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره هېڅوک د پاسپورټ شرط نه مني او پکار ده چې د چمن او سپين بولدک ترمينځ سفر بې له وېزو وي.

د هغه د خبرو په ځواب کې د سېنېټ مشر صادق سنجراني وويل چې دا مسله یې د سېنېټ اړونده کمېټۍ ته د نور بحث لپاره لېږلې ده.

په سېنېټ کې د چمن په اړه د دغو خبرو پر وخت د پاکستان د کورنيو چارو نګران وزير سرفراز بګټي موجود وو خو هغه په دې اړه څه ونه ويل. البته تر دې مخکې د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان محمد اڅکزي ويلي وو چې د هېوادونو ترمينځ هېڅوک بې له پاسپورټ او وېزې سفر نه شي کولی نو په پاکستان کې هم د دغه کار اجازه نه شته.

په سېنېټ کې د جمعيت علمای اسلام (ف) سېنېټر مولوي فيض محمد د خپلې وينا پر وخت وويل چې د ډيورنډ کرښې دواړه غاړو قامونه بايد نور سره نيږدې شي، ليرې نه شي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټرې عابدې عظيم او د جمعيت علمای اسلام (ف) سېنېټر مرتضا کامران هم ورته خبرې وکړي او زیاته یې کړه چې دا ډول پرېکړې د نګران حکومت کار نه دی.

XS
SM
MD
LG