د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ژوب پرلتوالو د جولای پر ۱۵مه جرګه وربللې ده


د بلوچستان په شیراني ضلع کې د پولیس سرتېرو تر وژنې وروسته په ژوب کې پرلت پیل شوی دی ـ د جولایي درېیمې انځور.
د بلوچستان په شیراني ضلع کې د پولیس سرتېرو تر وژنې وروسته په ژوب کې پرلت پیل شوی دی ـ د جولایي درېیمې انځور.

د بلوچستان په پښتون مېشته سيمه ژوب کې د شیراني ضلعې د دهنه سر د وژنو د پېښې ضد د روان پرلت مشرانو د راتلونکې تګلارې ټاکلو لپاره د جولای پر ۱۵مه نېټه جرګه وربللې ده.

دوی له تېرو نهه ورځو راهيسې د خپلو غوښتنو په حق کې د ژوب کمېنشنر دفتر مخې ته پرلت وهلی دی.

د جولای پر دويمه سهار وختي د بلوچستان په شیراني ضلعه کې په يوه وسله وال بريد کې، د پولیسو درې سرتېري وژل شوي ول چې ذمه اري یې تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

وژل شوي درې واړه پوليس سرتېري د شېراني او ژوب اوسېدونکي وو. تر پېښې سمدستي وروسته ځايي خلکو د احتجاج په توګه له دهنه سر څخه تېرېدونکی د ژوب او خيبر پښتونخوا او اسلام اباد ترمینځ لوی سړک بند کړی وو چې وروسته يې خلاص کړ، البته دوی پرلت ته دوام ورکړ.

د ژوب د سوداګرو د ټولنې یو مشر باران کلیوال د جولای پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، د غوښتنو تر پوره کېدو پورې به پرلت ته دوام ورکوي.

پرلتوال څلور غوښتنې لري چې لومړی د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ترمینځ پر غځېدلې سړک چیک پوسټ دې ختم کړل شي، دویمه غوښتنه یې ده چې د پولیسو په ځوابي ډزو د وژل شوي تن ډي اېن اې ټیسټ دې وشي، د دې پېښې قضايي څېړنه ( جوډیشل انکوایریي) دې وشي او د ذمه وارو کسانو خلاف دې اېف ايي ار وشي.

مظاهرچیان د ژوب او شیراني په ګډون د صوبې په نورو برخو کې د امنیت د ټینګښت غوښتنه هم کوي.

د ژوب شیراني د سیاسي ګوندونو ځایي اتحاد ال پارټیز ایکشن کمېټۍ په غوښتنه د جولای پر ۱۵مه په ژوب کې د سیاسي او قبایلي مشرانو جرګه وربللې ده چې د راتلونکې تګلارې په اړه کومه پرېکړه وکړي.

د دهنه سر د پېښې ضد په کوټه او د صوبې په نورو پښتون مېشتو سیمو کې هم احتجاجي لاریونونه او مظاهرې پیل شوې دي چې یوه هغه یې د جولای پر نهمه په کوټه کې وشوه.

مظاهرې ته په وینا کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند (خوشال ډلې) يو مخکښ او د صوبايي اسمبلۍ غړي نصرالله زیري د دهنه سر پېښې په اړه د عدالتي کمېشن د جوړونې او نورې غوښتنې تکرار کړې.

بلخوا بلوچستان حکومت د پرلتوالو سره مذاکرات جاري ساتلي دي او هیله یې څرګنده کړې چې د پرلت له مشرانو سره به کومې روغې جوړې ته ورسېږي.

د شیراني ضلعي مرستیال کمشنر عصمت الله مندوخېل مشال راډیو ته وویل چې د ضلعي انتظامیې سره اړوند د پرلتوالو غوښتنې مني او هغه غوښتنې چې د صوبې او مرکز اړوند دي نو د هغې په اړه یې دواړو ځایونو سره په اړیکه کې دی.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG