د لاسرسي ځای

تازه خبر

الحبتور وايي ۳ افغان زده کوونکې دوبۍ ته رسېدلې دي


د اماراتو هوايي شرکت یو الوتکه د دوبۍ پر هوايي ډګر د کوزېدو په حال کې - پخوانی انځور.
د اماراتو هوايي شرکت یو الوتکه د دوبۍ پر هوايي ډګر د کوزېدو په حال کې - پخوانی انځور.

په متحده عربي اماراتو کې د الحبتور کاروباري ډلې مشر خلف بن احمد الحبتور ويلي چې د هغو ښځينه افغان زده کوونکو هرکلی یې وکړ چې دوبۍ ته د لوړو زدکړو لپاره تللي دي.

الحبتور د اګست پر ۲۴مه پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، ليکلي چې د دوبۍ پوهنتون د مشر ډاکټر عيسا محمد البستکي په حضور کې يې له هغو درو افغان زده کوونکو سره وليدل چې تعليمي سکالرشيپونه (بورسونه) يې ترلاسه کړي او په خوندي ډول دوبۍ ته رسېدلې دي.

نوموړي هيله څرګنده کړه چې د راغلو افغان نجونو پاتې ټولګيوالې به هم ژر په دوبۍ کې وويني.

دا تر هغې وروسته ده چې د الحبتور ګروپ مشر د دوبۍ پوهنتون په همکارۍ لسګونو افغان نجونو ته تعلیمي سکالرشېپونه (بورسونه) ورکړي ول او تر خوا یې له حکومت سره په همغږۍ ورته د اوسېدو، امنیت، ټرانسپورټ، روغتیا او په نورو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړې وې.

خو د الحبتور په وينا، د طالبانو حکومت د اګست پر ۲۳مه سهار د هغو ۱۰۰ نجونو مخه ونيوله او هغوی يې د کابل له هوايي ډګره ستنې کړې، چې غوښتل یې په دوبۍ پوهنتون کې د زده کړو لپاره سفر وکړي.

الحبتور تر هغې وروسته په بیان کې د طالبانو پر اقدام د "مایوسۍ" څرګندونه کړې وه او هغه کار یې پر "انسانیت، تعلیم، مساواتو او عدالت ګوزار" بللی وو.

الحبتور په بیان کې هیله ښوولې وه چې د طالبانو حکومت به خپلې پرېکړې ته بیا کتنه وکړي.

د طالبانو حکومت هغه مهال د نوموړي د څرګندونو په اړه څه نه ول ویلي.

تر اوسه معلومه نه ده چې ایا پاتې افغان زده کوونکې به هم دوبۍ ته په سفر کولو وتوانېږي او که څنګه؟

طالبانو چې د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په پوهنتون کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه نو الحبتور ۱۰۰ افغان نجونو ته د بورسونو (سکالرشېپونو) ورکولو اعلان وکړ.

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې هم په هوايي میدان کې د هغو نجونو او ښځو د سفر مخه نیولي چې محرم یې نه‌ درلود.

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر کې په یو امر کې له محرم پرته تر ۷۸ کېلومیټره لیرې د نجونو او ښځو پر سفر بندیز لګولی وو.

د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته، طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه او تر هغې وروسته د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې یې د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو د زده کړو پر مخ وتړلې.

طالبانو داراز، په ډېرو حکومتي او ټولو ناحکومتي ادارو کې د ښځو کار هم بند کړی دی.

طالبان وايي چې د "اسلامي شریعت" په رڼا کې یې ښځو ته ټول حقونه ورکړي دي او د نجونو د زده کړو لپاره د یو مېکانېزم پر جوړولو کار کوي.

XS
SM
MD
LG