د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د تعلیم لپاره دوبۍ ته تلونکې ۱۰۰ نجونه له هوايي ډګره ستنې کړې دي


د طالبانو د حکومت یو سرتېری د کابل په هوايي ډګر کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.
د طالبانو د حکومت یو سرتېری د کابل په هوايي ډګر کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

د طالبانو حکومت د هغو لسګونو نجونو مخه نیولې چې غوښتل یې د زده‌کړو لپاره دوبۍ ته لاړې شي.

د الحبتور ګروپ په نوم د یو کاروباري مرکز مشر خلف بن احمد الحبتور وايي، د طالبانو حکومت هغه ۱۰۰ نجونه چې غوښتل یې د اګست ۲۳مې پر سهار په دوبۍ پوهنتون کې د زده کړو لپاره سفر وکړي، د کابل له هوايي ډګره ستنې کړي دي.

هغه پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په یو لیکلي او ویډیويي بیان کې د طالبانو پر اقدام د "مایوسۍ" څرګندونه کړې او دا کار یې پر "انسانیت، تعلیم، مساواتو او عدالت ګوزار" بللی دی.

الحبتور په بیان کې کاږي، "زه هیله لرم چې د طالبانو حکومت به دې پرېکړې ته بیا کتنه وکړي. زه غوښتنه کوم چې دوی ته اجازه ورکړي. دوی د زده‌کړو او سفر حق لري. دا عمل د منلو نه‌ دی."

د طالبانو حکومت تر اوسه د الحبتور څرګندونو په اړه څه‌ نه‌ دي ویلي.

د الحبتور ګروپ مشر وايي، د دوبۍ د پوهنتون په همکارۍ يې هغو نجونو ته تعلیمي سکالرشېپونه (بورسونه) ورکړي ول او تر خوا یې له حکومت سره په همغږۍ ورته د اوسېدو، امنیت، ټرانسپورټ، روغتیا او په نورو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړې وې.

هغه پر نړیوالې ټولنې او ټولو ښکېلو اړخونو غږ کړی چې د هغو زده کوونکو نجونو د ژغورنې لپاره ژرترژره اقدام وکړي.

طالبانو چې د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په پوهنتون کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه نو الحبتور ۱۰۰ افغان نجونو ته د بورسونو (سکالرشېپونو) ورکولو اعلان وکړ.

الحبتور په بیان کې د یوې هغې زده کوونکې غږ هم خپور کړی چې طالبانو یې پر هوايي ډګر د سفر مخه نیولې وه.

هغه نجلۍ چې نوم یې نه دی ښوول شوی وايي، "موږ اوس هوايي میدان کې یو خو حکومت اجازه نه راکوي چې دوبۍ ته ولاړې شو. دوی ان هغوی ته هم اجازه ور نه کړه چې محرم یې درلود. کله چې دوی د زده‌کوونکو ویزه او ټېکېټ ولیدل، اجازه یې را نه کړه."

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې هم په هوايي میدان کې د هغو نجونو او ښځو د سفر مخه نیولي چې محرم یې نه‌ درلود.

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر کې په یو امر کې له محرم پرته تر ۷۸ کېلومیټره لیرې د نجونو او ښځو پر سفر بندیز لګولی وو.

د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته، طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه او تر هغې وروسته د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې یې د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو د زده کړو پر مخ وتړلې.

طالبانو داراز، په ډېرو حکومتي او ټولو ناحکومتي ادارو کې د ښځو کار هم بند کړی دی.

طالبان وايي چې د "اسلامي شریعت" په رڼا کې یې ښځو ته ټول حقونه ورکړي دي او د نجونو د زده کړو لپاره د یو مېکانېزم پر جوړولو کار کوي.

XS
SM
MD
LG