د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ريچرډ بېنټ وايي، د طالبانو د حکومت له لوري مخ پر زیاتېدونکي محدودیتونو د ښځو پر روغتیايي وضعیت جدي اغېز کړی دی.
ريچرډ بېنټ د فبرورۍ پر ۲۵مه په خپل نوي راپور کې ويلي دي، له کله چې طالبان یو وارې بیا واک ته رسېدلې دي، د جنسیت پر بنسټ یې د تبعیض نظام مخې ته راوړی دی چې له وجې یې روغتیايي خدمتونو ته د افغان مېرمنو لاسرسی محدود شوی دی.
د بېنټ په وینا دا ډول نظام د بشریت پر ضد له جنایتونو سره برابر دی.
راپور زیاتوي چې د افغانستان روغتیايي څانګه لا له وړاندې د څو لسیزو جګړو، بېوزلۍ او کمو پانګونو له امله کمزورې شوې وه، خو پر ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه او په نړیوالو مرستو کې د پام وړ کمښت دغه څانګه لا زیانمن کړی او مېلیونونه کسان یې له بنسټیزو او ژوندو ژغورونکو خدمتونو بې برخې کړي دي.
ريچرډ بېنټ له نړیوالې ټولنې د عاجلو او دوامداره اقداماتو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی دی چې که دا اقدامات ونه شي، افغانستان به له اوږدمهالو زیانونو سره مخامخ شي.
په ورته حال کې په افغانستان کې یو شمېر میرمنې هم وايي د روغتیايي اسانتیاوو په برخه کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته پر نجونو او ښځو د کار او زدکړو په ګډون پراخ محدودیتونه لګول شوي چې له امله یې له دې هیواد سره د نړیوالو مرستو په کمښت کې په بې سارې ډول زیاتوالی راغلی دی.
خو بل پلو د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه د مشال راډیو پوښتنې ځواب نه کړې. خو د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي رسنیو ته منلې وه چې په لسګونو ولسوالیو کې خلک روغتیايي خدمتونو ته پوره لاس رسی نه لري.