د لاسرسي ځای

تازه خبر

رینا امیري وايي طالبان د بدحجابۍ په پلمه افغان مېرمنې ځوروي


طالبان او یو شمېر اعتراض کوونکې ښځې - تصویر له ارشیفه
طالبان او یو شمېر اعتراض کوونکې ښځې - تصویر له ارشیفه

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو د زور او ناوړه چلند د پای ته رسولو لپاره باید دوی حساب ورکړي.

رینا امیري د فبرورۍ په ۱۰مه په خپله اېکس پاڼه په دې اړه په یو بیان کې لیکلي چې د بد حجابۍ په نوم سلګونه نجونې او ښځې نیول شوي، ځورول شوي او جریمه شوي دي.

په بیان کې راغلي: "په سلګونه ښځې او نجونې نیول شوې، ځورول شوې او جریمه شوې دي او ډېریو یې د بدنامۍ له ویرې د ځان وژنې هڅه هم کړې ده."

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې دغه شان ویلي چې د طالبانو د جبري حجاب د فرمان مخالف کسان په دې اړه د غږ د پورته کولو له امله له لوړو ګواښونو سره مخامخیږي.

امیري: د طالبانو د جبري حجاب د فرمان مخالف کسان په دې اړه د غږ د پورته کولو له امله له لوړو ګواښونو سره مخامخیږي.
امیري: د طالبانو د جبري حجاب د فرمان مخالف کسان په دې اړه د غږ د پورته کولو له امله له لوړو ګواښونو سره مخامخیږي.

رینا امیري دا وضعیت د افغانستان د نیمايي نفوس له منځه تلل بولي چې د په خبره یې؛ له دې هېواده یې هیله، ثبات او ځان بساینه تروړلې ده.

د رینا امیري د دې نیوکو او ادعاوو په اړه مو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد خو د راپور تر خپرېدلو پورې یې ځواب رانه کړ.

د طالبانو حکومت د تېرې جنورۍ میاشتې له پیله لسګونه ښځې او نجونې د هغه څه لپاره چې دوی یې بې حجابي بولي نیولي او د یو شمېر راپورونو پر بنست ناوړه چلند ورسره شوی دی.

که څه هم د طالبانو حکومت دغه تورونه نه دي منلي او یوازې ویاند یې ذبیح الله مجاد مخکې ویلي وو چې نیول شوې ښځې له څو ساعته توقیف وروسته بېرته خوشې شوي، خو د کابل یوه اوسېدونکې چې نه غواړي په دې راپور کې یې نوم خپور شي او نږدې یوه اوونۍ وړاندې یې ۱۸ کلنه لور د کابل په دارلامان سیمه کې د د حجاب د نه مراعت کولو په تور طالبانو نیولې وه ازادي راډيو ته وویل: "له غرمې مخکې نږدې نهه یا نهه نیمې بجې یې نیولې وه، وروسته چې موږ ورغلو، په حوزه کې راته وویل شول چې شیرینې راوړئ لور مو یوسئ خو باید له دې وروسته حجاب مراعت کړي، موږ ورته وویل چې دې خو حجاب کړی، خو وې ویل چې باید نورې خبرې ونه کړو، وروسته مو پنځوس زره افغانۍ پیدا کړې او په ضمانت مو راخوشې کړه، تر اوسه یې هم روانې حالت ښه نه دی."

د دې تصویر په اړه ادعا شوې چې طالبان پکې د بې حجابۍ په نوم ښځې بندیانوي، خو طالبانو دا ادعا رد کړې
د دې تصویر په اړه ادعا شوې چې طالبان پکې د بې حجابۍ په نوم ښځې بندیانوي، خو طالبانو دا ادعا رد کړې

د ښځو د حقونو یوې فعالې مونسه مبارز مشال راډيو ته وویل چې طالبان غواړي له دې لارې په خلکو فشار راوړي تر څو د دوی په ګټه په رسنیو کې تبلیغات وکړي.

مبارز زیاتوي: "دا د طالبانو یوه نوې پالیسې ده، تر څو ښځې ونیسي او کورنۍ یې اړې کړې چې د طالبانو په ګټه تبلیغات وکړي او له دې لارې طالبان نړیوالو ته وښيي چې افغانان زموږ د پالیسو پلویان دي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بیلابیلو نړیوالو بنسټونو له لوري په پراخه بشري سرغړونو د ښځو په غیر قانوني نیونې او توقیف تورن دی.

تازه د بښنې نړیوال سازمان د بښنې ویلي، د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي چې لا هم د طالبانو په زندان کې ده د شکنجې او ناوړه چلند له خطر سره مخ ده.

دغه سازمان په خپل اېکس پاڼه په یو بیان کې یو وار بیا د منیژې صدیقي د سم دستي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي د تېر کال د اکټوبر په ۹مه طالبانو ونیوله او د بښنې نړیوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ، داسې مهال چې د هیڅ جرم تور پرې نه‌ دی لګول شوی؛ د ډېسېمبر په ۵مه د څرخي پله زندان ته لېږدول شوې ده.

XS
SM
MD
LG