د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي د طالبانو بندیزونو د ميندو مړینه ۵۰ سلنه زیاته کړې


د هرات په روغتون کې د میندو درملنه کېږي ـ پخوانی انځور.
د هرات په روغتون کې د میندو درملنه کېږي ـ پخوانی انځور.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي په افغانستان کې پر ښځو د طالبانو بندیزونو د ماشوم د زېږون پر وخت د ميندو مړینه ۵۰ فیصده زیاته کړې ده.

دې ادارې د مې پر ۲۵مه په خپل راپور کې ويلي چې د نجونو پر تعليم د طالبانو حکومت محدودیتونو تر وخت مخکې د نجونو ودول ۲۵ فېصده زیات کړې دي.

ملګرو ملتونه همداراز ويلي چې ۸۲ سلنه افغان مېرمنې وايي چې رواني يا نفسیاتي روغتيا یې ښه نه ده.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې په زور حکومت ونیوه او تر هغې وروسته یې په دفترونو کې پر ښځو د کار بندیز لګولی او له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي بند کړي دي.

هغوی تر اوسه د ملګرو ملتونو راپور ته غبرګون نه دی ښوولی خو مخکې یې ويلي چې ملګري ملتونه او نورې نړیوالې ادارې یې باید په چارو کې مداخله و نه کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي هغه راپور یې له ۲۰۲۲ز کال څخه تر روان ۲۰۲۴ز کاله پورې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۷۰۰ څخه زیاتو ښځو سره د مرکو پر اساس جوړ کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG