د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ایین ساتنې غورځنګ مشرتابه او غړو د پارلېمان مخې ته احتجاجي پرلت وهلی

تازه شو
د تحريک تحفظ ايين پاکستان مشران وايي، تر غوښتنو پوره کېدو پورې ناستې ته دوام ورکوي - انځور له ارشیفه.
د تحريک تحفظ ايين پاکستان مشران وايي، تر غوښتنو پوره کېدو پورې ناستې ته دوام ورکوي - انځور له ارشیفه.

د پاکستان ایین ساتنې غورځنګ (تحریک تحفظ ایین پاکستان) په نوم د حکومت مخالفو ګوندونو اتحاد مشرتابه او غړو د راولپېنډۍ په اډیالې زندان کې د پخواني وزیراعظم عمران خان د "خراب روغتیايي حالت" او له هغه سره پر ملاقاتونو د "بنديز" پرضد د پارلېمان مخې ته د احتجاجي پرلت وهلی دی.

د غورځنګ او په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ګوندونو مشر محمود خان اڅکزي په مشرۍ د اېتلاف مخکښو غړو او د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د پارلېمان غړو د فبرورۍ پر ۱۳مه مازیګر مهال د پارلېمان ودانۍ مخې ته ناسته پیل کړه.

تحریک پر خپله رسمي اېکس پاڼه په بیان کې لیکلي، تر هغو چې حکومت د پي ټي ای بنسټګر د درملنې لپاره د اسلام اباد په شفا روغتون کې نه وي بستر کړی، پرلت ته دوام ورکوي.

دا احتجاجي ناسته پر دې سربېره پیل شوې چې وفاقي حکومت غورځنګ ته ډاډ ورکړی دی چې د خان صحت او درملنې ته پوره پام کوي.

غورځنګ د ناستې اعلان د فبرورۍ پر ۱۲مه تر هغې څو ساعتونه وروسته وکړ چې د د عمران خان وکیل سلمان صفدر سپریم کورټ ته د نوموړي د روغتیا په اړه راپور وړاندې کړ.

په راپور کې راغلي چې د جنورۍ په وروستۍ اونۍ کې پر معاینې او درملنې سربېره د خان "ښۍ سترګه" خورا کمزورې شوې ده او "د دید یوازې ۱۵ سلنه" ځواک لري.

د غورځنګ مشر محمود خان اڅکزي د فبرورۍ پر ۱۲مه په اسلام اباد کې د اېتلاف له نورو مشرانو سره ګډې خبري غونډې ته وويل چې د فبرورۍ پر ۱۳مه د پیلېدونکې ناستې پر مهال حکومت ته خپلې غوښتنې وړاندې کوي او تر پوره کېدو پورې به یې احتجاج ته دوام ورکوي.

اڅکزي ټینګار وکړ چې په احتجاجي ناسته کې "جایزې غوښتنې" کوي، هېچا ته "ښکنځل نه کوي" او چا ته به "بد رد" نه وايي بلکې ټولې خبرې به "د انسانیت او سیاست په دایره کې دننه" کېږي.

د غورځنګ مخکښ او په سېنېټ کې د حکومت مخالفو ګوندونو مشر سېنېټر علامه راجا ناصر عباس خبري غونډې ته وويل چې حکومت دې د عمران خان شخصي ډاکټران د هغه معاینې ته پرېږدي.

نوموړي ټینګار وکړ چې عمران خان د حکومت په ولکه کې دی او صحت ته یې پام او ډاکترانو ته یې رسایي د حکومت ذمه واري وه.

دا په داسي حال کې ده چې سپریم کورټ حکومت ته امر کړی دی چې د فبرورۍ تر ۱۶مې پورې دې عمران خان ته د سترګو له ډاکترانو سره د لیدو او له خپلو بچیو سره د ټېلېفوني خبرو اسانتیا ورکړي.

په همدې حال کې د پارلېماني چارو وزیر طارق فضل چودري د غورځنګ د مشرانو او غړو تر ناستې پیلېدو مخکې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې حکومت اپوزیشن ته "په بیا بیا" ویلي چې د "عمران خان د صحت په اړه هېڅ بې پروايي نه زغمي."

نوموړي زیاته کړه چې غورځنګ دې پر دې موضوع "سیاست" نه کوي ځکه چې دا "یوه روغتیايي مسله ده."

تر دې مخکې د وزیراعظم د سیاسي چارو سلاکار رانا ثنا الله هم د فبرورۍ پر ۱۲مه په يو بيان کې ويلي ول چې عمران خان چې د سترګو معاینې لپاره کوم ډاکټر غواړي حکومت به یې ورکړي.

داراز، د پاکستان لوی څارنوال منصور عثمان اعوان د فبرورۍ پر ۱۲مه د سپریم کورټ دوه کسیزې جرګګۍ ته وویل، عمران خان ته هغه ته روغتیايي اسانتیاوې ورکول د حکومت ذمه واري ده.

خان له ۲۰۲۳ز کال راهیسې د درغليو په ګډون په یوشمېر قضیو کې بندي دی چې په ځینو کې یې عدالتونو د خوشې کولو امر کړی دی. البته په زندان کې یو ځانګړي عدالت د تېر کال په ډېسېمبر کې هغه او ښځې ته د ۱۷، ۱۷ کلونو د بند سزا واوروله.

عمران خان او بشرا بي بي پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او ټولې قضيې سیاسي بولي.

XS
SM
MD
LG