د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي ټي ای غړو او پلویانو پنجاب ته تلونکې لارې تړلې دي


د پي ټي ای غړو او پلویانو پنجاب ته تلونکې لارې تړلې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:48 0:00

د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) غړو او پلویانو پنجاب ته تلونکې لویه لاره تړلې ده. دوی وايي چې حکومت دې سمدستي د هغه ګوند بنسټګر او پخوانی وزیراعظم عمران خان په روغتون کې بستر کړي. پر موټروې دا احتجاج درې ورځې مخکې تر هغې وروسته پیل شو چې د پي ټي ای وکیل سپریم کورټ ته وویل چې د ناروغۍ له وجې د خان د یوې سترګې دید خورا کم شوی دی. د لارې تړلو له وجې ګڼ مال لېږدوونکي ګاډي بند پاتې دي. د تحریک انصاف غړو او پلویانو د فبرورۍ پر ۱۴مه له ډېره اسماعیل خان، کواټ، اټک او هریپوره هم پنجاب ته تلونکې لارې تړلې دي. دا په داسې حال کې ده چې سپریم کورټ د فبرورۍ پر ۱۲مه حکومت ته امر وکړ چې د خان د سترګو علاج دې وکړي. حکومت وايي، نوموړی د اسلام اباد یو روغتون ته لېږدوي او د صحت په اړه یې هېڅ بې پروايي نه کوي. تفصیل په ویډیو کې.

XS
SM
MD
LG