د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحريک تحفظ ايين پاکستان احتجاج: د فرورۍ په اتمه ځينو ښارونو کې بازارونه تړلي وو

په پېښور کې د احتجاج او کاربندیز له امله بند دکانونه
په پېښور کې د احتجاج او کاربندیز له امله بند دکانونه

د تحریک تحفظ ايين پاکستان تر اعلان وروسته، د فرورۍ پر اتمه، په ټول ملک کې احتجاج او کاربندېز وشو او په ځينو ښارونو کې دکانونه تړلي وو.

په اتحاد کې شامل ګوندونه چې تر ټولو غټ هغه یې تحریک انصاف دی، تور پورې کوي چې د ۲۰۲۴ کال د فرورۍ پر اتمه نېټه په شویو ټولټاکنو کې د درغلي شوې وه چې د دوو کالونو په پوره کېدو سره يې د احتجاج په توګه یادونه کوي. خو د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ حکومت او د پاکستان انتخاباتي کمېشن دا تور ردوي.

د تحریک انصاف مشرانو پر خپلو اېکس پاڼو تصويرونه او ويډیوګانې خپرې کړې دي چې پکې بند دوکانونه ښکاري. هغه ګوند دعوه کړې چې د احتجاج په توګه بازارونه تړل شوي او پر سړکونه کم موټران ښکاري.

د مشال راډيو خبريالان وايي چې په پېښور، اسلام اباد، کراچۍ، کوټه، مردان، چارسده، صوابۍ او ځينو نورو ښارونو کې ځيني بازاروانه او دکانونه تړلي وو.

د هغه احتجاج اعلان په قامي اسبملۍ کې د تحریک انصاف په ملاتړ جوړ شوي اپوزیشن او د تحریک تحفظ ايين پاکستان مشر محمود خان اڅکزي د ۲۰۲۵ کال د دیسمبر پر ۲۱مه نېټه کړی وو. نوموړي ویلي وو چې د فرورۍ پر اتمه به د تورې ورځې په توګه لمانځي او په ټول هېواد به احتجاج او کاربنديز کوي.

تحريک انصاف وايي د فرورۍ اتمې دا احتجاج یې "دوه کاله مخکې په انتخاباتو کې د شويو درغليوو" له امله دی. د هغو ټاکنو په نتيجه کې منځته راغلي، د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ د پاکستان وفاقي حکومت دا نه مني. د پاکستان د انتخاباتو کمېشن هم ويلي چې په ټاکنو کې درغلي شوې او شفاف وو.

تحريک انصاف دا تور هم پورې کوي چې د مسلم ليګ (ن) اتحادي حکومت د پوځ په لاس جوړ شوی او پاکستان پخوانی وزیراعظم او د تحریک انصاف بنسټګر عمران خان یې په ناقانونه توګه بندي کړی دی. د پاکستان پوځ همیشه په سیاست کې ګوتې وهل رد کړي دي البته عمران خان د ملي امنيت لپاره ګواښ بولي.

XS
SM
MD
LG