د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي ای وايي عمران خان ته دې د هغه شخصي ډاکټران ور پرېښودل شي

تحریک انصاف وايي د پخواني وزیراعظم عمران خان روغتیا د اندېښنې وړ ده. (انځور: ارشیف)
تحریک انصاف وايي د پخواني وزیراعظم عمران خان روغتیا د اندېښنې وړ ده. (انځور: ارشیف)

پاکستان تحريک انصاف وايي چې د ګوند د رهبر عمران خان شخصي ډاکټرانو ته دې له هغه سره د ليدو اجازه ورکړل شي.

په قامي اسمبلۍ کې د حکومت مخالف ګوند پاکستان تحريک انصاف مشرانو دا غوښتنه د جنورۍ پر ۳۰مه د احتجاج پر مهال کړې ده.

د یاد ګوند ګڼو غړو او مشرانو د دې لپاره د پنجاب په راولپنډۍ کې د اډياله زندان او په اسلام اباد کې د سپريم کورټ مخې ته پرلتونه کړي دي.

دوي ادعا کوي چې عمران خان ناروغه دی او درملنې ته ضرورت لري نو ځکه دې د هغه شخصي ډاکټران ور پرېښودل شي چې د دوی په خبره، سمه او کره درملنه یې وکړي.

د سپريم کورټ مخې ته تر یو ورځني احتجاج وروسته د تحریک انصاف جنرل سيکرټري سلمان اکرم راجا رسنيو ته وويل چې د عمران خان کورنۍ ته به د هغه د طبي راپور یو نقل ورکړل شي .

د تحريک انصاف غړو له هغې پس احتجاجي پرلتونه کښينول چې د جنورۍ پر ۲۹ د اطلاعاتو وزیر عطاء الله تارړ تایید کړه چې د جنورۍ پر ۲۴مه د اسلام اباد په پیمز روغتون کې د سترګو د ناروغۍ له وجې د عمران خان طبي معاينه شوې ده.

تارړ رسنیو ته ویلي وو چې عمران خان بلکل روغ رمټ دی.

بل پلو د پاکستان انسټیټیوټ اف میډیکل ساینسیز (پیمز) مشر ډاکټر رانا عمران سیکندر د جنورۍ پر ۳۱مه په یو ویډیويي پېغام کې پخلی کړی دی چې پخواني وزیراعظم عمران خان د سترګو معاینه شوې او د ده په وینا نوموړی روغ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د عمران خان کورنۍ او ګوند په وار وار د هغه د روغتیا په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي او له حکومت څخه یې له نومړي سره د ملاقاتونو اجازې غوښتنه کړې ده.

د عمران خان خویندو او د تحریک انصاف مخکښو سیاستوالانو په بیا بیا ویلي دي چې حکومت پر عدالتي امر سربېره له عمران خان سره د لیدو اجازه نه ورکوي.

د زندان انتظامیې رسماً د هغوی د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو چارواکو یې د نومونو نه جوتولو په شرط ځینو رسنیو ته ویلي، د "یولړ امنيتي او انتظامي ستونزو" له امله له خان سره د ليدو اجازه نه ورکوي.

د پاکستان وفاقي حکومت البته وايي چې د قانون له مخې یې له خان سره پر ملاقاتونو بندیز لګولی دی.

د عمران خان خور عظما خان د څو اونیو تر هڅو وروسته د ډېسېمبر پر دویمه له خپل ورور سره تر لیدو وروسته وویل چې خان ښه دی خو ګوښه ساتل شوی دی.

تر دې وروسته وفاقي حکومت په وروستیو کې پر عظما خان د زندان د "ضابطې ماتولو" پر سر له خپل ورور سره پر ملاقات بندیز ولګاوه.

د قانوني چارو وزیر اعظم نذیر تارړ د ډېسېمبر پر څلورمه په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال وویل چې نوموړې له خپل ورور سره په ملاقات کې "سیاسي بحثونه" کړي دي نو ځکه نور ورسره نه شي لیدلای.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په قضیه کې نیول شوی وو، خو سپريم کورټ یې ګرفتاري غیر قانوني ګرځولې وه او هغه یې خوشې کړی وو.

نوموړی وروسته د همهغه کال په اګست کې د درغليو په يوه قضيه کې بیا ونیول شو چې تر اوسه لا د راولپېنډۍ په اډيالې زندان کې بندي دی.

وروسته د هغه پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې چې په ځينو کې يې عدالتونو د خوشې کولو امر کړی دی.

داراز، د ۲۰۲۵ز کال د ډېسېمبر پر ۲۰مه په زندان کې ځانګړي عدالت په یوه مقدمه کې عمران خان او د هغه ښځې بشرا بي بي ته د ۱۷، ۱۷ کلونو بند سزا واوروله.

د توشه خانې په دویمه قضیه کې پر عمران خان او د هغې پر ښځې بشرا بي بي تور پورې شوی وو چې د بهرنیو هېوادونو د مشرانو دولتي ډالۍ یې په خورا کمه بیه اخیستې او ترلاسه کړې وې. خو هغوی پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

عمران خان عدالتي پرېکړه رد کړه او پر هم هغه ورځ یې په زندان کې له خپلو وکیلانو سره د لیدو پر مهال خپل ګوند ته د احتجاجي تحریک پیلولو سپارښتنه وکړه. تحریک انصاف داراز وايي، د پرېکړې ضد په اعلا عدالت کې درخواست دایروي.

عمران خان، د هغه ښځه بشرا بي بي او تحریک انصاف وايي، پر وړاندې یې دایرې شوې ټولې قضيې سياسي دي.

XS
SM
MD
LG