د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ: حکومت دې د عمران خان د سترګو معاینې او له بچیو سره د ټېلېفوني خبرو بندوبست وکړي

د پي ټي ای غړي او پلویان د عمران خان صحت په اړه تر اندېښنو وروسته د اډیالې زندان مخې ته مظاهره کوي - د ۲۰۲۵ز کال د ډېسېمبر دویمې انځور.
د پي ټي ای غړي او پلویان د عمران خان صحت په اړه تر اندېښنو وروسته د اډیالې زندان مخې ته مظاهره کوي - د ۲۰۲۵ز کال د ډېسېمبر دویمې انځور.

سپریم کورټ حکومت ته امر کړی دی چې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) بنسټګر او پخواني وزیراعظم عمران خان ته دې د سترګو له ډاکترانو سره د لیدو او له خپلو بچیو سره د ټېلېفوني خبرو اسانتیا ورکړي.

د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې او اردو ژبې ټېلېوېژن جیو نیوز په ګډون د پاکستان نورو رسنیو ویلي دي چې د سپریم کورټ مشر قاضي یحیا اپرېدي او بل قاضي شاهد بلال حسن د فبرورۍ پر ۱۲مه د راولپېنډۍ په اډیالې زندان کې د خان د ژوند په اړه د قضیې اورېدنه وکړه چې ورته د پي ټي ای وکیل او د عدالت مشاور سلمان صفدر راپور وړاندې کړ.

په راپور کې د خان له خولې لیکل شوي چې په وروستیو کې پر معاینې او درملنې سربېره یې "ښۍ سترګه" خورا کمزورې شوې ده او "د دید یوازې ۱۵ سلنه" ځواک لري.

صفدر د فبرورۍ پر ۱۰مه زندان ته ورغلی وو او له خان سره یې د خبرو پر اساس په راپور کې لیکلي چې عمران خان ورته وویل چې د ۲۰۲۵ز کال تر اکتوبره یې د سترګو د نظر یا دید قوت سم وو، خو ورو، ورو په خرابېدو شو او پر شکایتونو سربېره یې د زندان چارواکو اقدام و نه کړ.

صفدر وايي، د ملاقات پر مهال د خان سترګې "مسلسل له اوبو ډکې" وې چې هغه په کاغذي دستمال پاکولې او "ناارامه ښکارېده."

راپور وايي، د خان په اسلام اباد کې د پاکستان انسټېټیوت اف میډیکل ساینسز (پېمز) روغتون یو ډاکتر د جنورۍ پر ۲۴مه د نوموړي د سترګو معاینه وکړه.

د سپریم کورټ مشر قاضي یحیا اپرېدي د اورېدنې پر مهال لوی څارنوال منصور عثمان اعوان ته وویل چې د فبرورۍ تر ۱۶مې مخکې دې د خان د سترګو د معاینې بندوبست وکړي.

عدالت البته د نوموړي د کورنۍ د غړو په موجودګۍ کې د طبي معاینې غوښتنه رد کړه.

وروسته اعوان عدالت ته وویل چې هغه ته روغتیايي اسانتیاوې ورکول د حکومت ذمه واري ده.

له دې پرته قاضي اپرېدي لوی څارنوال ته دا هم وویل چې له خان سره یې د "بچیو ټېلېفوني خبري مهمې" دي.

سهېل اپرېدی: چارواکو د کورنۍ له خبرولو پرته عمران خان روغتون ته لېږدولی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:37 0:00

د سپریم کورټ دوه کسیزه جرګګۍ دا اورېدنه پر داسې مهال کړې ده چې د پي ټي ای مخکښو مشرانو او پلویانو د جنورۍ پر ۳۰مه د هغه عدالت مخې ته د احتجاج پر مهال غوښتنه وکړه چې د خان شخصي ډاکتران دې یې لیدو ته ورپرېږدي.

تر دې یوه ورځ مخکې د پاکستان د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزیر عطا الله تارړ ویلي ول چې د پېمز ډاکتر د عمران خان سترګې لیدلې دي او زیاته کړې یې وه چې هغه روغ رمټ دی.

د پېمز روغتون مشر ډاکټر رانا عمران سکندر هم د جنورۍ پر ۳۱مه په یو ویډیويي پیغام کې ویلي ول چې نوموړی روغ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د عمران خان کورنۍ او ګوند په وار وار د هغه د روغتیا په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په قضیه کې نیول شوی وو، خو سپريم کورټ یې ګرفتاري غیر قانوني ګرځولې وه او هغه یې خوشې کړی وو.

نوموړی بیا د همهغه کال په اګست کې د درغليو په يوه قضيه کې بیا ونیول شو چې تر اوسه لا د راولپېنډۍ په اډيالې زندان کې بندي دی.

وروسته د هغه پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې چې په ځينو کې يې عدالتونو د خوشې کولو امر کړی دی.

داراز، د ۲۰۲۵ز کال د ډېسېمبر پر ۲۰مه په زندان کې ځانګړي عدالت په یوه مقدمه کې عمران خان او د هغه ښځې بشرا بي بي ته د ۱۷، ۱۷ کلونو بند سزا واوروله.

د توشه خانې په دویمه قضیه کې پر عمران خان او د هغې پر ښځې بشرا بي بي تور پورې شوی وو چې د بهرنیو هېوادونو د مشرانو دولتي ډالۍ یې په خورا کمه بیه اخیستې او ترلاسه کړې وې. خو هغوی پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

عمران خان عدالتي پرېکړه رد کړه او پر هم هغه ورځ یې په زندان کې له خپلو وکیلانو سره د لیدو پر مهال خپل ګوند ته د احتجاجي تحریک پیلولو سپارښتنه وکړه. تحریک انصاف داراز وايي، د پرېکړې ضد په اعلا عدالت کې درخواست دایروي.

عمران خان، د هغه ښځه بشرا بي بي او تحریک انصاف وايي، پر وړاندې یې دایرې شوې ټولې قضيې سياسي دي.

XS
SM
MD
LG