د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران او امریکا په عمان کې شوې خپلمنځي خبرې اترې ښې بللې دي

ایراني او عماني چارواکي د عمان په پلازمېنه مسقط کې تر خبرو اترو وروسته.
ایراني او عماني چارواکي د عمان په پلازمېنه مسقط کې تر خبرو اترو وروسته.

ایران وايي په عمان کې له امريکايي پلاوي سره ترسره شوې خبرې اترې د دواړو هیوادونو ترمنځ په ترنګلو اړیکو کې یو ښه پیل وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د فبرورۍ پر شپږمه د عمان په پلازمېنه مسقط کې له غیرمستقیمې ناستې وروسته د ایران دولتي ټلوېزیون ته وویل "دا د خبرو اترو یو ښه پیل وو."

عراقچي زیاته کړه چې د خبرو د دوام په اړه یو تفاهم شته. ده وویل، "د دې لپاره چې څنګه به پر مخ ځو، پرېکړه به په پلازمېنو کې کېږي."

دا په داسي حال کې ده چې دواړه لوري هڅه کوي چې خپلمنځي "بې‌ باوري " ختمه کړي او ترینګلتیا راکمه کړي چې د خلیج فارس په سیمه کې د لوی پوځي کړکېچ د رامنځته کېدو وېره یې پیدا کړې ده.

د امریکايي پلاوي مشري سټیف وېټکوف او د ايراني پلاوي مشري عباس عراقچي کوله. دواړو پلاو پر یو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې وکړې.

د امریکا چارواکو تر اوسه د دغو خبرو په اړه څه نه دي ویلي او عراقچي هم ډېر تفصيلات نه دي ورکړي. خو عراقچي وویل، "راتلونکی به زموږ د پلازمېنو له سلا مشورو سره تړلی وي."

بلخوا د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي چې په عمان کې ترسره شوې خبرې اترې "ډېرې ښې" وې او ایران "په شدیده توګه د یو نوي تړون غوښتنه کوي."

ولسمشر ټرمپ دا خبرې د فبرورۍ پر شپږمه فلوريډا ته د تلو پر وخت په الوتکه کې خبریالانو ته کړې دي.

نوموړي په عین وخت کې خبرداری ورکړی چې که له ایران سره نوی تړون رامنځته نه شي، نو "پایلې به ډېرې سختې وي.

XS
SM
MD
LG