د لاسرسي ځای

تازه خبر

مادورو نيويارک ته وړل شوی، ټرمپ وايي د واک تر خوندي انتقاله به د وینزوويلا چارې امريکا پرمخ وړي


امنيتي سرتېري د وينزويلا ولسمشر نیکولس مادورو سره
امنيتي سرتېري د وينزويلا ولسمشر نیکولس مادورو سره

امريکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي‌ د وینرويلا د ولسمشر تر نيولو وروسته، به د هغه هېواد چارې په موقتي ډول امريکايي چارواکي پر مخ وړي.

ولسمشر ټرمپ د جنورۍ پر درېيمه، په فلورېډا کې د امريکايي ځواکونو په لاس د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو د نيولو د عملياتو په اړه د معلوماتو ورکولو په وخت وویل: "موږ نه غواړو چې يو بل داسې کس راشي چې موږ بیا له ورته داسې حالت سره مخ شو چې په تېرو څو کلونو کې ورسره مخ وو. نو تر هغه چې موږ وکولی شو یو خوندي، مناسب او معقول لیږد ترسره کړو، د هغه هېواد چارې به پر مخ وړو."

نیول شوی مادورو
نیول شوی مادورو

ټرمپ وويل چې هغه به "له خپلې کابینې څخه خلک ټاکي ترڅو په وینزویلا کې ذمه واري پر غاړه واخلي". نوموړي په دې اړه نور تفصيل ورنکړ.

د یادونې ده چې مادورو د هغو عملياتو په ترڅ کې نیول شوی چې امریکې ځانګړو ځواکونو د جنورۍ د دویمې او درېيمې ترمنځ شپه کې د وینزويلا سرښار، کاراکاس کې ترسره کړل. ولسمشر ټرمپ د عملياتو تر بشپړېدو يو ساعت وروسته، پر خپله ټولنیزه رسنۍ، ټروت سوشل، اعلان وکړ چې امریکايي ځواکونو د وينزوويلا ولسمشر نیوکلس مادورو او د هغه مېرمن سېلیا فلورېس نيولي او زیاته یې کړه چې "هغوی به د نشه يي‌ موادو د قاچاق او نورو اړوندونو جرمونو" لپاره عدالت ته وړاندې کېږي.

مادورو تر نیول کېدو وروسته نیویارک ته لېږدول شوی او په يو زندان کې دی. د فاکس نيوز يو خبریال په خپره کړې ويډيو کې ښکاري چې مادورو لاستړلی وو او چپلکې یې په پښو وې. هغه لومړی په نیویارک کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې (DEA) یوې ودانۍ او بیا په بروکلین کې د سختو امنیتي تدابیرو لرونکي يو جېل ته لېږدول شوی دی. په ويډيو کې ۶۳ کلن مادورو په ظاهره خبریالانو ته وايي: "شپه مو په خیر. نوی کال مو مبارک شه."

عمليات څنګه ترسره شول؟

د امريکايي پوځ مشر، جنرل ډين کېن د ولسمشر ټرمپ تر څنګ په خبري غونډه کې وويل چې د وینزويلا د ولسمشر د نيولو لپاره عمليات یې له څو مياشتو راهیسې پلان کړي وو. هغه زیاته کړه چې په دې عملياتو کې د امریکې جاسوسي ادارې، سي ای اې، تر څنګ د انټرنيټي بریدونو د مخنيوي ځواکونو، او ډرون ټېکنالوژۍ هم لوی کردار لوبولی. هغه وويل چې د عملياتو په شپه د ځانګړیو ځواکونو د اقدام په وخت ۱۵۰ پوځي الوتکو برخه واخیسته.

د جنرل کېن په وينا سي ای اې له ډير وخت راهیسې د مادورو ورځنی معمول څاره. د هغه د اوسېدو ځایونه او ورځنۍ چارې معلومې او بیا عمليات وشول. د نوموړي په خبره، د عملياتو په شپه د امريکايي ځواکونو په وړاندې مقاومت شوی او پر يوې الوتکې ډزې شوې وي خو هغه بیا هم د الوتو وړ وه.

جنرال کېن زیاته کړه چې د عملياتو په وخت امريکايي امنيتي ادارو د وینزويلا هوايي دفاعي سیسټم شنډ کړی وو. د هغه په وينا امريکايي الوتکو د پلازمېنې کاراکاس سره نیږدې پوځي اډې په نښه او وویشتلې. بلخوا د وینزويلا رسنيوو ويلي چې د امريکايي الوتکو په بمبارۍ کې خوا او شا ۴۰ کسان وژل شوي‌چې اکثره یې ولسي وګړي دي. تر اوسه امريکايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د وينزوويلا غبرګون او حکومتي چارې

د وینزويلا مرستياله ولسمشر ډېلسي روډرېګز په ظاهره حکومتي‌چارې سمبال کړي دي. هغه د جنورۍ پر درېيمه په داسې حال کې ملت ته وينا وکړه چې پوځي جنرالان یې خوا او شا ناست وو. هغې پر امريکا غږ وکړ چې زر تر زره دې مادورو او د هغه مېرمن خوشې کړي.

تر دې مخکې د امريکې ولسمشر ټرمپ د روډریګز څخه د ملاتړ په څرګندولو په يوه خبري غونډه کې دعوه کړې وه چې نوموړې له امریکا سره د همکارۍ پرته بل انتخاب نه لري. "هغه په اصل کې چمتو ده چې هغه څه وکړي چې موږ یې د وینزویلا د بیا ښه کولو لپاره اړين بولو."

خو روډریګز پر امریکې نیوکې کړې او زیاته کړې یې ده چې "امريکايي ځواکونو د وینزویلا مشر تښتولی دی چې باید سمدستي یې خوشې کړي". هغې مادورو د وینزويلا "یوازینی ولسمشر" او د امریکا برید یې د دواړو هیوادونو په اړیکو کې یو "ناولی داغ" وباله. هغې وويل چې د خپل هېواد له ګټو به دفاع کوي.

د وینزویلا په اپوزېشن کې د سولې نوبیل جایزې ګټونکې ماريا کورینا مچاډو ده. هغې تر امريکايي عملياتو وروسته پر اېکس ليکلي چې: "د ازادۍ ساعت راغلی دی." که څه هم اټکل کېده چې امريکا به د وینزويلا د چارو پرمخ وړلو لپاره د هغې ملاتړ وکړي خو ولسمشر ټرمپ په خپله خبري غونډه کې وويل چې نوموړې "د خلکو ملاتړ نه لري" او دی فکر نه کوي چې "هغه دې سمه مشري وکړای شي".

د وینزويلا تېل او طبیعي زېرمې

وینزويلا هره وځ يو ميليون بېرله خام توليدوي. ولسمشر ټرمپ د جنورۍ پر درېيمه په خبري غونډه کې وويل چې د مادورو تر نيول کېدو وروسته به امريکا د وینزویلا د تیلو په صنعت کې "خورا په ژور ډول دخيله پاتې شي". هغه زیاته کړه: "موږ به د تېلو لوی امريکايي شرکتونه چې په نړۍ کې ترټولو لوی دي، هلته ولیږو. دوی به هلته اربونه ډالر به مصرف کړي. د تیلو ویجاړې شوې زیربناوې به ترمیم کړي او د هیواد لپاره به د پیسو ګټل پیل کړي."

امریکې د وینزویلا د تېلو پر پراخو زېرمو او کاروبار له ۲۰۱۹ کال راهیسې بندیزونه لګولي‌ دي. امريکا وايي هغه تېل د نشه يي‌موادو د قاچاق او ودې لپاره کارېږي. د وينزويلا مرستیالې ولسمشرې دېلسي روډرېګز ملت ته په وينا کې ويلي چې "امريکا د وینزويلا په تېلو پسې ده او له همدې امله یې د هغه هېواد د رژيم بدلولو کوښښ‌کړی دی".

خو ولسمشر ټرمپ ويلي چې نه یوازې مادورو باید د نشه يي‌ موادو د قاچاق لپاره سزا شي بلکې د وينزويلا تېل دې د خلکو د اقتصاي بهترۍ لپاره وکارول شي. واشنګټن پر نوموړي تور پوې کړی چې د وینزويلا د تېلو پیسې یې امريکا ته د نشه يي‌موادو د قاچاق لپاره کارولي دي. امريکا د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې د مادورو د نيولو لپاره د پنځوس ميليونو ډالرو د جایزې اعلان وکړ او د هغه حکومت یې د نشه يي موادو د قاچاقوني ترهګرې ډلې په توګه ونوماوه.

مادورو د ۲۰۱۳ کال راهیسې د وینزويلا ولسمشر دی. نوموړي تر هغه کال وروسته، هر ځل د ولسمشرۍ ټاکنې ګټلې چې د بشري حقونو ادارې او نړيوال څاروانکي یې له درغليوو ډکې بولې. واشنګټن هم دريځ لري چې مادورو د خلکو په رایو نه وو منتخب شوی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پر ایکس پاڼه په یو بیان کې تور پورې کړی چې نه نیکولس مادورو د وینزوویلا ولسمشر دی او نه هم د هغه حکومت قانوني جواز لري.

XS
SM
MD
LG