د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وینزوېلا ته رسېدلی دی


ولسمشر ابراهیم رئیسي ویلي وو چې د ملګرو هېوادونو لکه وینزوېلا، نیکاراګوا او کیوبا د ولسمشرانو په بلنه هلته سفر کوي.
ولسمشر ابراهیم رئیسي ویلي وو چې د ملګرو هېوادونو لکه وینزوېلا، نیکاراګوا او کیوبا د ولسمشرانو په بلنه هلته سفر کوي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د جون په ۱۲ مه وینزوېلا ته د دوستو هیوادونو د سفر د پیل لپاره رسېدلی دی.

په دې هیوادونو کې کیوبا او نیکاراګوا هم شامل دي او دا ټول هيوادونه د یو ګډ حریف امریکا تر بندیزونو لاندې دي.

په کاراکاس کې د وينزوېلا د بهرنیو چارو وزیر یوان ګیل د ولسمشر رئيسي هر کلی وکړ او ټاکل شوې ده چې د ورځې په وروستیو کې له ولسمشر نیکولاس مادورو سره وګوري.

له تهرانه تر روانېدو وړاندې ولسمشر ابراهیم رئیسي ویلي وو چې د ملګرو هېوادونو لکه وینزوېلا، نیکاراګوا او کیوبا د ولسمشرانو په بلنه هلته سفر کوي. د ده په وینا، موخه یې د اقتصادي، سیاسي او علمي همکاریو ښه کول دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG