د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وېنزوېلا ولسمشر وايي له مرګوني بریده ژوندی وتلی


د وېنزوېلا ولسمشر، د هغه مېرمن او نور چارواکي په یوه جشن کې ګډون کوي. عکس له ويډیو اخېستل شوی دی.
د وېنزوېلا ولسمشر، د هغه مېرمن او نور چارواکي په یوه جشن کې ګډون کوي. عکس له ويډیو اخېستل شوی دی.

د وېنزوېلا ولسمشر نيکولس مادورو ويلي، د ډرون په واسطه د ترسره شوې یوې مرګونې حملې نه ژوندی وتلی دی.

د اګست پر څلورمه، په پلازمينه کراکس کې پوځي دستوره، په ژوندۍ بڼه ښودل کېده، پر دغه مهال، ښاغلی مادورو هغه وخت ټکان خوري چې کله د يوې چاودنې غږ اوېدول کېږي او يوشمېر عسکر په منډو شي. په پېښه کې اوه عسکر ژوبل شوي چې ولسمشر مادورو يې تور پر کولمبيا لګولی او وروسته يې يو پر اسراره ياغي ډلې ذمه واري و منله. کولمبيا تور بې اساسه بللی دی.

پر سرکاري ټيليويژن مادورو وويل چې دا پر ده قاتلانه حمله وه او دوی هڅه کوله چې و یې وژني.

وروسته څارونوال تارک ويليم ساب سي اېن اېن ټيليويژن ته وويل چې هغه يوه ډرون الوتکه وليدله چې فلم يې جوړاوو چې و چاودېدله. خو په ژوندۍ خپرونه کې ډرون نه تر سترګو کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG