د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند به له ایران او وینزویلا سره سوداګرۍ ته دوام ورکوي


هند: د هند بهرنیو چارو وزیره سوشما سواراج له خپل ایراني سیال محمد جواد ظریف سره په نوي ډیلي کې تر غونډې وړاندې. ۲۸ مې، ۲۰۱۸
هند: د هند بهرنیو چارو وزیره سوشما سواراج له خپل ایراني سیال محمد جواد ظریف سره په نوي ډیلي کې تر غونډې وړاندې. ۲۸ مې، ۲۰۱۸

هند په داسې حال کې دا اعلان کړی چې د امریکا متحده ایالتونو له خوا په ایران او وینزویلا بندیزونه لګیدلي دي.

د هند بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج وویل،هېواد یې له ایران او وینزویلا سره سوداګري ته دوام ورکوي او د یوه ځانګړي هېواد د بندیزونه پرځای یواځې د ملګرو ملتونو بندیزونو ته غاړه ږدي.

هغې دا خبره پرون په نوې ډيلي کې له خپل ایراني سیال محمد جواد ظریف سره تر لیدنې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وکړه.

هند پر ایران او وینزویلا د امریکا د بندیزونو د تر پښو لاندې کولو له خطر سره سره دا اعلان کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په اتمه اعلان وکړ چې هېواد یې له ایران سره له اټومي تړونه ووت او په دغه هېواد هېواد بندیزونه له سره پیلوي.

ایران د پنځه جمع یو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون په خاطر له بندېزونو معافیت ترلاسه کړی و.

اخوا امریکا د وینزویلا د ولسمشر په توګه د نیکولاس مادورو تر بیا ټاکل کېدو وروسته په دغه هېواد بندیزونه زیات کړل.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج په دې برخه کې ویلي چې هند د نورو هېوادونو په خاطر خپله بهرنۍ تګلاره تر فشار لاندې نه راولي.

د هند د حکومت په یوه بیان کې راغلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له سواراج سره په لیدنه کې اروپايي ټولنې، روسیې او چین ته د اټومي تړون د خوندي ساتلو په هدف د خپلو وروستیو سفرونو په اړه معلومات ورکړل.

ایران د اټومي تړون او اروپايي هېوادونه له ایران سره د خپلو شرکتونو د سوداګریو د خوندي ساتلو په هڅه کې دي.

د هند له خوا د اوسني دریځ غوره کول مخینه لري ځکه پر ایران د امریکا د تېرو وختونو د بندیزونو پر مهال هم د دوی سوداګري روانه وه.

یواځې کله چې په ۲۰۰۶ کال کې په ایران د ملګرو ملتونو بندیزونه ولګېدل او د تیلو د ټانکرونو پر سر پیسې او بیمه بنده شوه هند ورسره سوداګري بنده کړه.

هند د ۲۰۱۶ او ۱۷ کال په منځ کې له ایرانه د لس نیم میلیارده ډالرو په ارزښت تیل وارد کړي او په بدل کې یې ایران ته د دوه اعشاریه ۴ میلیارده ډالرو په ارزښت بیلابیل تجارتي مواد لیږلي.

جمعاً د دوی سوداګري دولس اعشاریه نهو میلیاردو ډالرو ته رسیږي.

هند او ایران تر دې هم په پراخه کچه ګډې ګټې لټوي.

هند به د عمان په خلیج کې د چابهار بندر جوړ کړي څو د سوداګرۍ لارې پرانیزي او تر ډېره داسې فکر کیږي چې دا کار د پاکستان د له پامه غورځولو په خاطر کوي.

رسنیو رپوټ ورکړی چې د امریکا له بندیزونو د سوداګریو د خوندي ساتلو لپاره هند د روپۍ – ریال د پیسو د تبادلې سیسټم جوړوي.

له دې اقدام دا هدف دی چې له ایران سره په سوداګري کې د امریکايي ډالرو او د پیسو د حوالې په برخه کې د امریکايي سیسټم د کارولو مخه ونیول شي.

امریکا متحده ایالتونو چې مخکې ایران په سیمه کې د ترهګرۍ په تمویل تورن کړی تازه د هند او ایران د سوداګریو د دوام په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.

راپور: صفي الله ستانکزی

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG