د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین د خپل وېنېزوېلي سیال مدورو ملاتړ اعلان کړ


پوتین له خپل وېنېزوېلیایي سیال مادورو سره.
پوتین له خپل وېنېزوېلیایي سیال مادورو سره.

روسي ولسمشر ولادمیر پوتین تر هغې وروسته خپل وېنېزوېلي سیال نېکولاس مدورو ته په ټېلېفوني خبرو کې د خپل ملاتړ څرګندونه کړې چې د اپوزیشن یوه سیاستوال ځان د هغه هېواد لنډمهاله مشر اعلان کړ.

مسکو د جنورۍ پر ۲۴مه د بهرنیو ځواکمنو هېوادونو له لوري د مادورو د مخالف خوان ګوایېدو د ملاتړ غندنه وکړه.

ګوایېدو د چارشنبې پر ورځ پر داسې مهال ځان لنډمهالی ولسمشر اعلان کړ چې لسګونه زره خلکو په وېنېزوېلا کې د مدورو ضد لاریون وکړ او هغه یې په زور د واکمنېدو په هڅو تورن کړ.

امریکا، کاناډا او ځېنو لاتیني امریکايي هېوادونو د ګوایېدو اقدام رسماً تایید کړ.

خو روسیه، چین، ایران، شام، کیوبا او ترکیه له هغو هېوادونو څخه دي چې د مادورو د حکومت د ملاتړ اعلان یې کړی.

نوموړی په ۲۰۱۳ز کال کې د هوګو شاوېز تر مړینې وروسته واکمن شو.

په وېنېزوېلا کې تېر کال په مې کې ولسمشریزې ټاکنې وشوې چې ځېنو اپوزیشن ګوندونو ورڅخه بایکاټ کړی وو او پکې د ټګۍ تورونه هم پورې شوي ول.

مادورو دوه اوونۍ مخکې، د انتخاباتي نتیجو پر اساس، په دویم ځل د ولسمشرۍ دنده پیل کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG