د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ وايي، په شمالي وزیرستان کې یې په بمبارۍ کې ۲ مشکوک وسلوال وژلي


د پاکستان پوځي ګن شپ هیلي کاپټر په خیبر پښتونخوا کې د طالبانو پر ضد عملیاتو کې برخه اخلي ـ پخوانی انځور.
د پاکستان پوځي ګن شپ هیلي کاپټر په خیبر پښتونخوا کې د طالبانو پر ضد عملیاتو کې برخه اخلي ـ پخوانی انځور.

د شمالي وزیرستان په حیدرخېلو کې د پاکستان پوځ ګن شپ هیلي کاپټرو په بمبار کې دوه مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

په سیمه کې استخباراتي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه څرګندلو پر شرط مشال راډیو ته وویل چې د جون اوومې په هغه برید کې یو مشکوک وسلوال ژوبل شوی هم دی.

چارواکي وویل چې عملیات په هغه سیمه کې ترسره شوي چې وسلوالې ډلې وخت ناوخت پکې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

ازادو سرچینو یا کومې وسلوالې ډلې تر دې دمه د پېښې تصدیق نه دی کړی.

چارواکي وویل چې وژل شوي کسان د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې سره تړاو لري. تحریک طالبان پاکستان، چې د پاکستان د حکومت او پوځ پر ضد جګړه کوي، په دې سیمه کې فعاله ده او وخت ناوخت د پوځي او حکومتي اهدافو په نښه کولو لپاره عملیات ترسره کوي.

تر برید وروسته، یو پولیس چارواکي لومړی مشال راډیو ته ویلي ول چې دا یو ډرون برید وو، خو بیا یو پوځي چارواکي وضاحت ورکړ چې دا عملیات د استخباراتي مالوماتو پر اساس د پاکستان امنیتي ځواکونو ترسره کړي دي او دا ډرون برید نه وو.

استخباراتي چارواکو مشال راډیو ته وویل چې په میرلي کې د جمعې په سهار وسلوالو په یوه پوځي پوسته برید کړی وو چې په ځواب کې، د پوځ ګن شپ هیلي کاپټرو د هغوی پټنځايونه په نښه کړل.

ځايي اوسیدونکو د پیښې تصدیق کړی خو وايي، په نښه شوي ځای ته څوک نږدې نشي ورتلی.

ځایي خلک وایي چې په وروستیو کې د وسلوالو فعالیتونو زیاتوالي سره، په سیمه کې د امنیت وضعیت لا خراب شوی دی.

په شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ پر ضد خلکو په بېلا بېلو وختونو کې پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي.

د استخباراتي چارواکو په وینا، په سيمه کې د حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې سره تړاو لرونکي وسلوال فعالیتونه کوي.

حافظ ګل بهادر په شمالي وزیرستان کې د طالبانو د یوه مهم مشر په توګه پیژندل کیږي. هغه په اصل کې د یوې ډلې مشري کوي چې د هغه په نامه یادیږي، او دا ډله په پراخه توګه د حکومتي ځواکونو او امنیتي تاسیساتو پر وړاندې د بریدونو ذمه واري اخلي.

په شمالي وزيرستان کې ناقانونه تحريک طالبان پاکستان تر ټولو زياته فعاله وسلواله ډله ده خو له دې پرته هلته نورې ناقانونه وسلوالې ډلې هم فعاله دي.

حکومت او پوځ وایي، په سیمه کې امنیت راوستو ته ژمن دي او د دې لپاره هلته هدفي عملیات کوي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول او شاوخوا دوه کاله وروسته یې دعوه وکړه چې سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې ده.

په ۲۰۱۶ز کال کې چې لکونه بې کوره خلک سیمې ته ستانه شول نو تر څه وخت پورې امن وو خو د ۲۰۱۸ز په وروستیو کې پکې هدفي او نورې حملې پیل شوې چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې لا زیاتې شوې دي.

XS
SM
MD
LG