د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې ډرون بريد لږترلږه ۴ کسان وژلي دي


د جنوبي وزيرستان په لده کې يوه نړېدلې ودانۍ ـ پخوانی انځور
د جنوبي وزيرستان په لده کې يوه نړېدلې ودانۍ ـ پخوانی انځور

د جنوبي وزیرستان د لدې تحصيل په تنګي بدينزي سيمه کې پر يو کور ډرون بريد يوشمېر کسان وژلي دي.

د لدې پوليسو مشر ډي اېس پي هدايت الله مسيد مشال راډيو ته ويلي چې ډرون بريد د مې پر ۱۴مه سهار څلور بجې شوی دی چې په نتيجه کې يې د هغه کور د مشر بنود خان په ګډون د هغه زوی، مېرمن او لور وژلي دي. نوموړي زياته کړه، تر اوسه معلومه نه ده چې دا بهرنی ډرون وو او که داخلي.

ځايي خلکو له مشال راډيو سره په خبرو کې ويلي چې پر دغه کور د مې پر ۱۳مه ډرون برید شوی دی چې يوه ماشومه پکې ژوبله شوې هم ده.

د دغه کلي اوسېدونکي او د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ عالمزيب مسيد بيا مشال راډيو ته وويل چې په هغه بريد کې وژل شوي ټول کسان د يوې کورنې غړي دي.

نوموړي زياته کړه، دا کورنۍ له ډېره وخته د خيبر پښتونخوا په ټانک کې کډواله وه چې د مې پر ۱۳مه بېرته په جنوبي وزيرستان کې خپل کلي ته ستنه شوې وه.

د عالمزيب مسيد په وينا، هغه باور لري چې دا داخلي ډرون بريد دی ځکه د هغه وينا پاکستان اوس ډرون ټېکنالوجي لري.

تر دې وړاندې، د پاکستان د استخباراتي ادارې يو چارواکي هم د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته ويلي ول چې د بنود خان په نامه د يو سړي پر کور ډرون بريد شوی دی، خو نور تفصيل يې نه وو ورکړی.

تر پېښې وروسته د سیمې مشرانو او ځوانانو په لده کې د پوځ د مرکزي دفتر مخې ته پرلت وهلی او د څلور وژل شويو کسانو مړي يې هم هلته اېښي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ اود سيمې مشرانو مشال راډيو ته وويل، تر څو چې د ډرون بريد مقدمه د پوځي چارواکو خلاف نه وي درج شوې، تر هغو به د دوی احتجاج روان وي.

د پاکستان پوځ لا تر اوسه د پرلتوالو د غوښتنې په اړه څه نه دي ويلي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG