د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا د پوهنتونونو ښوونکو د لوړو زدکړو لپاره ځانګړې شوې پیسې ناکافي بللي


څو ورځې وړاندې د پوهنتونونو استادانو د خبرې غونډې پر مهال د مالي ستونزو د هوارولو غوښتنه وکړه. پخوانی انځور
څو ورځې وړاندې د پوهنتونونو استادانو د خبرې غونډې پر مهال د مالي ستونزو د هوارولو غوښتنه وکړه. پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا د پوهنتونونو استادانو د يوې مظاهرې پر مهال د راتلونکې ۲۰۲۴-۲۰۲۵ مالي کال په وفاقي بجټ کې د لوړو زدکړو لپاره تجویز کړل شوې پیسې ناکافي بللې دي.

استادانو د جون پر پینځمه د پېښور پرېس کلب مخې ته په داسې حال کې مظاهره وکړه چې د پاکستان مرکزي حکومت لا هم بجټ نه دی وړاندې کړی. البته د هرکال په څېر چې دا ځل هم تر بجټ وړاندې کېدو له مخه کوم جزیات خپاره شوي، په هغه کې حکومت د لوړو زدکړو لپاره ۴۵ اربه روپۍ ځانګړې کړې دي چې د استادانو په وینا، کمې دي.

د پېښور د پوهنتونونو استادانو اتحاديې (پيوټا) مشر پروفېسر عزير خان د مظاهرې پر مهال مشال راډيو ته وويل چې که چيرې حکومت د لوړو زدکړو معیار ښه کولو ته جدي وي نو بايد زياتې پيسې ورته ځانګړې کړي.

هغه زیاته کړه "د [پاکستان په ايين کې] د ۱۸م ترميم ۱۴ کاله پوره شوي دي او د سيند او پنجاب صوبو د لوړو زدکړو لپاره کمېشنونه جوړ کړي دي. خو بلوچستان او خيبر پښتونخوا نه دې جوړ کړي. زموږ د صوبې حکومت بايد ايچ ای سي (د لړو زدکړو کمېشن) جوړ کړي. که چيري حکومت زموږ غوښتنو ته پام ونه کړ نو احتجاج ته به دوام ورکوو."

په مظاهره کې شامل د زرعي پوهنتون يو استاد سرتاج خان له مشال راډيو سره په خبرو کې شکايت وکړ چې له تېرو څو مياشتو راهيسي ورته تنخاګانې او پېنشن (د تقاعد پیسې) پر وخت نه ورکول کېږي.

بلخوا د خيبر پښتونخوا د لوړو زدکړو صوبايي وزير مينا خان د جون پر پینځمه مشال راډيو ته وويل چې د پوهنتونونو د مالي ستونزو د هواري لپاره يي يوه کمېټۍ جوړه کړې ده او ډېر ژر به دا مسله حل کړي.

په خيبر پښتونخوا کې ۲۵ پوهنتونونه مستقل وایس چانسلران نه لري او ځینې پوهنتونونه د مالي ستونزو له کبله ملازمینو ته پر وخت تنخاګانې هم نه شي ورکولای. خو حکومت وايي چې د دوی د ستونزو د هواري لپاره یې یوه کاري ډله (ټاسک فورس) جوړه کړې ده.

XS
SM
MD
LG