د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبايلي ځوانانو غورځنګ: د قبايلي سيمو د انضمام پر وخت راسره شوې ژمنې نه دې پوره شوي


د پخوانۍ فاټا په خيبر پښتونخوا کې د ورګډولو په هلوځلو کې د قبايلي سيمو ځوانانو هم فعاله رول لوبولی وو. پخوانی انځور
د پخوانۍ فاټا په خيبر پښتونخوا کې د ورګډولو په هلوځلو کې د قبايلي سيمو ځوانانو هم فعاله رول لوبولی وو. پخوانی انځور

د قبایلي ځوانانو ټولنه وايي چې د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا کې د ورګډېدو پر مهال پر شویو ژمنو لاهم عمل نه دی شوی.

د ټرايبل يوت موومېنټ مشرانو د جون پر پینځمه په پېښور پرېس کلب کې د غوڼدې پر مهال وویل چې حکومت ورسره په سیمه کې د پرمختيايي کارونو او د امن برقرار ساتلو ژمنې کړې وې.

دوی غوښتنه وکړه چې په قامي مالياتي کمېشن (اېن اېف سي) کې دې ورته برخه ورکړل شي، د لیویز او خاصه دارو غوښتنې دې ومنل شي او د پرمختيايي پروژو د جاري ساتلو تر څنګ دې هغه ټولې ستونزې حل کړل شي چې له امن سره تړلې دي.

د ټولنې مشر خیال زمان اورکزي مشال راډيو ته وویل چې که د دوی غوښتنې ونه منل شوې نو احتجاجي تحریک به پیلوي.

د خیبر پښتونخوا او وفاقي حکومت په سمدستي توګه په دې اړه څه نه دې ويلي، خو د خیبر پښتونخوا حکومت په دا وروستیو کې په وړاندې شوي بجټ کې د قبایلي ضلعو د پرمختګ او پرمختيايي کارونو لپاره پیسې بیلې کړې دي. تر دې دمه وفاقي حکومت خپل بجټ نه دی وړاندې کړی نو ځکه نه ده روښانه چې په دې اړه حکومت کوم پلان لري او که څنګه؟

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې په اساسي قانون کې د بدلون له مخې د قبایلي سيمو پخوانی ځانګړی حیثیت ختم کړ او هغه یې د خیبر پښتونخوا برخه کړې.

حکومت هغه مهال ژمنه کړې وه چې تر ۱۰ کلونو پورې به په قبايلي سيمو کې ځانګړي پرمختيايي کارونه کېږي او د پاکستان د قامي مالياتي کمېشن (اېن اېف سي اېوارډ) له پيسو څخه درې فيصده برخه به ورکوي. حکومت ویلي ول چې تر پینځو کلونو به له قبایلو ټیکس هم نه اخلي.

XS
SM
MD
LG