د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې وژل شوي د سوات او شانګلې ۱۰ کان کيندونکي ښخ کړل شوي


د بلوچستان د سکرو د کانونو زیاتره مزدوان د سوات او شانګلې دي چې په ګڼ شمېر پېښو کې وژل شوي. پخوانی انځور
د بلوچستان د سکرو د کانونو زیاتره مزدوان د سوات او شانګلې دي چې په ګڼ شمېر پېښو کې وژل شوي. پخوانی انځور

په بلوچستان کې د سکرو يا کویلې په کان کې د زهرجن ګېس خپرېدو له امله په وژل شویو کان کيندونکو کې يې ۱۰ د جون پر څلورمه د خيبر پښتونخوا په سوات او شانګله کې خاورو ته وسپارل شول.

د جون پر درېيمه د بلوچستان په سنجیدي سيمه کې د کان پر ټېکدار او منېجر سربېره نهه مزدوران وژل شوي ول.

د شانګلې یوه ځايي خبریال سرفراز خان د جون پر څلورمه ماخوستن مشال راډیو ته وویل چې د وژلو شویو مزدورانو مړي په میا کلي کې خاورو ته وسپارل شول.

د دوی په جنازه کې د ځايي خلکو ترڅنګ د پاکستان مسلم لیګ (ن) یو ځايي مشر او د صوبايي اسمبلۍ غړي ډاکټر عباد خان هم ګډون وکړ. نوموړي وویل چې له اغېزمنو کورنیو سره به حکومت مرسته کوي.

د سکرو په کان کې د وژل شوي یو بل تن مړی بیا د جون پر څلورمه د سوات په میادم کلي کې ښخ کړل شو.

په بلوچستان کې د کویلې کانونو د مزدورانو اتحادیې مرکزي سېکرټري سلطان لالا د جون پر څلورمه مشال راډیو ته ويلي ول چي پېښه په هغه کان کې شوې چې یوه برخه یې د زهرجن ګېس له کبله څو کاله وړاندې تړل شوې هم وه.

د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټي د جون پر۴مه په یوه بیان کې د پېښې د پلټنو او د زمه وارو کسانو د په ډاګه کولو امر کړی وو. بلخوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي پر پېښه خواشیني او د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې وه.

په بلوچستان کې زياتره وخت د سکرو په کانونو کې دا ډول پېښې رامينځ ته کېږي چې مهم لامل يې د ژغورنې او ساتنې لپاره لازمي شرايط نه پر ځای کول دي.

تر دې وړاندې، په اپرېل مياشت کې هم د بلوچستان په دوکۍ او هرنايي ضلعو کې په کانونو کې د زهرجن ګيس خپرېدو له امله پينځه کان کيندونکي وژل شوي ول. د دوکۍ د سکرو کان په پېښه کې درې او د هرنايي د سکرو کان په هغه کې دوه کان کيندونکي وژل شوي دي.

په دوکۍ کې د سکرو د کان حکومتي څارونکي محمد صدیق مشال راډيو ته ویلي وو چې د اپرېل پر ۲۴مه په کان کې د زهرجن ګيس خپرېدو له امله درې کسان وژل شوي چې پکې د افغانستان اوسېدونکي زوی او پلار هم دي. د چارواکو په خبره، بله پېښه د هرنايي د شاهرګې سيمې د سکرو په کان کې شوې ده چې پکې دوه کان کيندونکې د زهرجن ګيس له کبله وژل شوي دي.

کارګرانو د هرنايي د سکرو کان مرګونې پېښې ضد مظاهره کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:05 0:00

د پاکستان د سکرو د کانونو اتحاديه وايي چې د روان ۲۰۲۴ز کال تر جون میاشتې پورې په هغه هېواد کې د سکرو په کانونو کې ۷۷ کان کيندونکي وژل شوي دي چې ۴۶ يې له بلوچستان سره تړاو لري.

په پاکستان کې د کويلې د مزدورانو د اتحاديې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې د سکرو په کانونو کې ۲۸۸ مزدوران وژل شوي ول چې زياتره يې د بلوچستان ول. د اتحاديې په خبره، تېر کال د کانونو په پېښو کې شاوخوا ۳،۰۰۰ مزدوران ژوبل شوي هم ول.

د سکرو په کانونو کې ډېری مزدوران د خیبر پښتونخوا پر شانګلې، سوات، دیر او پاړه چینار سربېره د افغانستان اوسېدونکي دي.

د پاکستان د بشري حقوقو کمېشن د ۲۰۲۱ز کال په کلني راپور کې ویلي ول چې په پاکستان کې د کویلې کان کیندونکي په ډېر خطرناک چاپېریال کې کار کوي او د کارګرانو د خوندیتوب قوانین نه عملي کېږي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG