د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د سکرو په یو کان کې زهرجن ګېس ۱۱ تنه وژلي‌ دي


دا د کوټې د سکرو د يو کان پخوانی انځور دی چې کان کیندونکو په ګېس د وژل شوي تن مړی لېږدوي
دا د کوټې د سکرو د يو کان پخوانی انځور دی چې کان کیندونکو په ګېس د وژل شوي تن مړی لېږدوي

په کوټه کې د کويلې یا سکرو په يو کان کې د زهرجن ګيس خپرېدو له امله ۱۱ کسان وژل شوي دي.

په بلوچستان کې د کانونو مشر څارونکي عبدالغني شاهواني رسنيو ته ويلي چې پېښه د جون پر دریمه د کوټې په ليرې پرته سيمه سنجيدي کې رامينځ ته شوې ده. د ده په وینا، د کان پر ټېکدار او منېجر سربېره نهه کان کيندونکي پکې وژل شوي دي.

د شانګلې د سکرو د کارګرانو د حقونو اتحاديې وياند عابد يار وايي، وژل شوي کسان له شانګلې سره تعلق لري.

په بلوچستان کې د کویلې کانونو د مزدورانو اتحادیې مرکزي سیکرټري سلطان لالا د جون پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چي دا پېښه په هغه کان کې رامنځ ته شوې ده چې یوه برخه یې د زهرجن ګېس له کبله څو کاله وړاندې لا تړل شوې وه.

د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټي د جون پر څلورمه په یو بیان کې د پېښې د پلټنو او د زمه وارو کسانو د په ډاګه کولو امر کړی دی. بلخوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي پر پېښه خواشیني او د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.


په بلوچستان کې زياتره وخت د سکرو په کانونو کې دا ډول پېښې رامينځ ته کېږي چې مهم لامل يې د ژغورنې او ساتنې لپاره لازمي شرايط نه پر ځای کول دي.

تر دې وړاندې، په اپرېل مياشت کې هم د بلوچستان په دوکۍ او هرنايي ضلعو کې په کانونو کې د زهرجن ګيس خپرېدو له امله پينځه کان کيندونکي وژل شوي ول. د دوکۍ د سکرو کان په پېښه کې درې او د هرنايي د سکرو کان په هغه کې دوه کان کيندونکي وژل شوي دي.

په دوکۍ کې د سکرو د کان حکومتي څارونکي محمد صدیق مشال راډيو ته ویلي وو چې د اپرېل پر ۲۴مه په کان کې د زهرجن ګيس خپرېدو له امله درې کسان وژل شوي چې پکې د افغانستان اوسېدونکي زوی او پلار هم دي. د چارواکو په خبره، بله پېښه د هرنايي د شاهرګې سيمې د سکرو په کان کې شوې ده چې پکې دوه کان کيندونکې د زهرجن ګيس له کبله وژل شوي دي.

د پاکستان د سکرو د کانونو اتحاديه وايي چې د روان ۲۰۲۴ز کال تر اپرېل میاشتې پورې په بلوچستان کې د سکرو په کانونو کې ۶۴ کان کيندونکي وژل شوي دي.

په پاکستان کې د کويلې د مزدورانو د اتحاديې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې د سکرو په کانونو کې ۲۸۸ مزدوران وژل شوي ول چې زياتره يې د بلوچستان ول. د اتحاديې په خبره، تېر کال د کانونو په پېښو کې شاوخوا ۳،۰۰۰ مزدوران ژوبل شوي هم ول.

د سکرو په کانونو کې ډېری مزدوران د خیبر پښتونخوا پر شانګلې، سوات، دیر او پاړه چینار سربېره د افغانستان اوسېدونکي دي. د پاکستان د بشري حقوقو کمېشن د ۲۰۲۱ز کال په کلني راپور کې ویلي ول چې په پاکستان کې د کویلې کان کیندونکي په ډېر خطرناک چاپېریال کې کار کوي او د کارګرانو د خوندیتوب قوانین نه عملي کېږي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG