د لاسرسي ځای

تازه خبر

سږکال "په بلوچستان کې د بې ساري باران" امکان دی، بیړني حالت ته د چمتووالي غږ شوی


د بلوچستان په کلا سیف الله کې د سیلاب رسولی زیان - انځور له ارشیفه
د بلوچستان په کلا سیف الله کې د سیلاب رسولی زیان - انځور له ارشیفه

په پاکستان کې د پشکال بارانونو په اړه خپور شوی څېړنیز رپورټ وايي، سږ کال له جون څخه تر سېپټمبر میاشتې د زیاتو او بې ساري بارانونو امکان دی.

د مې پر ۲۵مه په خپاره شوي رپورټ کې ویل شوي چې تېرو کلونو ته په کتو سږ کال هم ښايي د اقلیمي بدلون له کبله د پشکال بارانونه د پراخو مالي‌ او ځاني تاوانونو سبب شي.

د رپورټ په تیاروونکو څېړونکو کې شامل د پاکستان اییر کوالټي اېنيشېټیو نومي ادارې غړي سیندهو رضا د مې پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، د رپورټ هدف د اړونده ادارو لارښوونه کول دي. "موږ د دې کلني رپورټ په برابرولو کې د نړیوالو ادارو پېمانې هم په پام کې نیسو هغه ځکه چې پشکال هر کال مختلف وي خو له تېرو کلونو سره بیا هم لږ ډېر ورته والی لري. دې هر څه ته په کتو موږ سږ کال داسې وړاند وینه کړې چې په بلوچستان کې ښايي د پخوا پرتله ۱۴۰ فیصده زیات باران وشي."

رضا زیاته کړه چې د پاکستان پر مرکزي او صوبايي ادارو ټینګار کوي چې د دوی او نړیوالو ادارو رپورټونه په پام کې ونیسي. "نه یوازې موږ بلکې نړیوالو ادارو هم په بلوچستان او سیند کې د جون، جولايي، اګست او سېپټمبر په میاشتو کې تر معمول د زیات باران وړاند وینه کړې ده. نو زموږ د څېړنې پایلې هم د نړیوالو ادارو هغوی ته ورته دي. نو په کار ده چې ټولې اړوند ادارې د بېړنیو حالاتو لپاره تیار و اوسي."

په بلوچستان د ۲۰۲۲م کال د اوړي‌ یا پشکال بارانونو له کبله په ګڼو سیمو کې سېلابونه راغلي وو چې له کبله یې تر ۲۵۰ زیات کسان وژل شوي وو.

د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام صوبايي ادارې هغه وخت مشال راډیو ته ویلی وو چې سېلابونو لږترلږه ۷۰ زره کورونه ړنګ کړي وو او یا زیانمن کړي وو. د یادې ادارې د مرستندویه چارو څارونکي محمد فهد د مې پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې دوی اقلیمي بدلون ته په کتوسږ کال د اوړي ممکنه بارانونو ته ځانګړی پلان تیار کړی دی.

هغه وویل، ټولې اړوند حکومتي‌ ادارې یې په دې اړه غږولې دي او هغوی ته یې د ممکنه بېړنیو حالاتو پر مهال د زمه واریو تر سره کولو لارښوونه کړې ده. "موږ چې د ۲۰۲۲م کال له سېلابونو کومه زده کړه وکړه، نو د هغه له مخې ویلای شو چې هغه وخت د زیانونو تر ټولو لویه وجه په خوړونو یا ورته نيژدې اوسېدل او د ډېمونو ماتېدل وو. دا ځل مو ټولې اړوند ادارې په خپل بېړني پلان کې شاملې کړې دي. دا پلان تیار دی او د منظورۍ په حالت کې دی. ډېر ژر به له دې ټولو ادارو سره شریک شي او په دې کې هغوی ټولو ته لارښوونه شوې ده چې په بېړنیو حالاتو کې به څه کوي."

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې سږ کال تر پشکال وړاندې بارانونوتر ۱۴۰ زیات کسان وژلي او پراخ مالي تاوانونه یې اړولي دي. له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې د پشکال موسم په ځانګړې توګه بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سیند کې ډېر خونړۍ او زیان رسوونکی اوسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG