د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د سېلاب وژلیو شمېر ۱۳۲۵ ته رسېدلی


د بلوچستان ډېره الله يار سیمه چې خلک يې د سیلابونه له وجې بې کوره شوي دي
د بلوچستان ډېره الله يار سیمه چې خلک يې د سیلابونه له وجې بې کوره شوي دي

د پاکستان قدرتي افتونو د نظم اداره (اين ډي اېم اې) وايي د سپتمبر تر پينځمې په دې ملک کې له سېلابونو ۱۳۲۵ کسان وژل شوي او ۱۲۷۰۳ زخمي شوي دي.‌

دې ادارې د سپتمبر په پينځمه په خپاره کړي رپورټ کې ويلي چې د جون له ۱۴مې راهیسې بارانونو او سېلابونو په پاکستان کې ۱۶ لاکه او ۸۰ زره کورونه، ۲۴۶ پلونه او ۵۷۳۵ کيلوميټره سړکونه ويجاړ کړي دي.

په رپورټ کې زیاته شوې چې د ملک په بېلابېلو برخو کې له اوه نيم لاکو څخه زیات هغه کورني څاروي هم وژل شوي چې له حاصلاتو یې د خلکو د ژوند چارې روانې وي.

اين ډي اېم اې ويلي چې سېلابونو په لکونو جريبه ولاړو فصلونو ته هم زیان رسولی دی.

د خیبر بښتونخوا په چارسده کې کروندګرو مشال راډيو ته ويلي چې د دوی په لکونو روپيو تاوان شوی دی.

د کروندګرو د اتحادیې ویاند فضل سبحان د سپتمبر په پینځمه مشال راډیو ته وویل چې په دې ضلع کې سېلابونو لږ تر لږه دوه زره ایکړه ځمکه تبا کړې او ولاړ فصلونه یې له منځه وړي دي.

دې زیانونو ته په کتو د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف يو ځل بيا پر نړيوالو غږ کړی چې مرستې دې ژر وروليږي.

نوموړي د سپتمبر په پينځمه د سیند صوبې د سېلاب ځپلو سیمې دوره وکړه او د بهرنيو چارو له وزير بلاول بوټو زرداري سره په شريکه یې په يوه خبري غونډه کې وويل چې حکومت یې هڅه کوي چې ټولو سیلاب ځپلو خلکو ته مرستې ورسيږي.

شهباز شريف يو ځل بيا يادونه وکړه چې وفاقي حکومت د مرستو لپاره مالي صندوق جوړ کړی او هرې سېلاب ځپلې کورنۍ ته به ۲۵۰۰۰ روپۍ ورکوي.

د ده په وینا، د دې تر څنګ چې په کوم کور کې له بارانونو یا سیلابه مړی شوی وي، هغه ته لس لاکه روپۍ ورکول کيږي.

امريکا چې لا واردمخه یې پاکستان ته د سیلاب ځپلو د مرستې لپاره د ۳۰ ميليونه ډالرو ورکولو اعلان کړی دی، ويلي چې د مرستو په منظموالي کې مرسته کوي.

د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې (يو ايس اې ايي ډي) پر ټويټر ليکلي‌چې کارپوهانو یې ته پېښور ته نیږدې د سیلاب ځپلو سيمو دوره کړې او هڅه کوي چې له خپلو پاکستان شريکباڼو سره د مرستو رسولو کې مرسته وکړي.

په همدې حال کې د نړۍ له ځينو نورو هېوادونو پاکستان ته له خوراکي موادو، دوايانو او خېمو ډکې الوتکې ورروانې دي.

د سپتمبر په پينځمه، کراچۍ هوايي ميدان ته د ملګرو ملتونو او ازبکستان هغه الوتکې هم ورسېدې چې د سیلاب ځپلو لپاره یې بیړنۍ مرستې وړې دي.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې په پاکستان کې له سيلاب ځپلو سره د بېړنیو مرستو لپاره د ۱۶۰ میلیونه امريکايي ډالرو خواست کړی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د اګست پر ۳۰مه په ویډیويي پيغام کې ویلي چې د اقلیمي ناورین له کبله په پاکستان کې اغېزمن شوي میلیونونه خلک د نړۍ شریک پام او لومړیتوب ته اړتيا لري.

د پاکستان حکومت ويلي چې د پشکال بارانونونو له وجې راغلیو سېلابونو ۳۳ ميلیونه کسان اغيزمن کړي دي. د دوی په وینا، ډير تاوان په سيند او بلوچستان صوبو کې شوی دی.

د بلوچستان صوبایي حکومت ویلي له دوی سره دومره وسایل نشته چې سېلاب ځپلو ته پوره مرستې ورسوي. د هغه صوبې اعلا وزیر عبدالقدوس بزنجو ویلي چې دی به وفاقي حکومت او نړیوالې ټولنې ته د مرستو خواست کوي.

XS
SM
MD
LG