د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي افغانستان له سختو سېلابونو وروسته له ناورین سره مخامخ دی


د افغانستان د بغلان ولايت له نهرین ولسوالۍ څخه لوی سېلاب تېرېږي - د مې ۱۰مې انځور.
د افغانستان د بغلان ولايت له نهرین ولسوالۍ څخه لوی سېلاب تېرېږي - د مې ۱۰مې انځور.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نورو اورښتونو او سېلابونو اټکل شوی دی، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) وايي هغه هېواد له سختو سېلابونو وروسته له ناورین سره مخامخ دی.

سازمان د مې پر۲۵ مه پر اېکس پاڼه لیکلي دي چې د وروستیو سېلابونو له وجې زرګونه کسان بې کوره شوي او ډېر لا هم لادرکه دي.

یو اېن اېن اېچ سي ار له اغېزمنو سره د بېړنۍ سرپناه، طبي توکو، خوړو او پاکو اوبو په ګډون د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې د خوړو نړیوالې ادارې (ډبلیو اېف پي) ویلي دي چې وروستیو سېلابونو د افغانستان په ځپل شویو سیمو کې سړکونه او پلونه ویجاړ کړي چې د خوراکي موادو انتقال یې ستونزمن کړی دی.

ادارې ویلي دي چې تراوسه یې نېږدې ۲۰،۰۰۰ سېلاب ځپلو ته خوراکي مرستې رسولې دي.

په افغانستان کې سږ کال بې وخته بارانونو او سېلابونو د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د مرګژوبلې تر څنګ لوی مالي تاوانونه واړول او د خلکو کرنیزې ځمکې او فصلونه یې خراب کړل.

یو شمېر سېلاب ځپلې کورنۍ وايي لا هم ورسره لازمې مرستې نه دي شوي.

تر دې وړاندې هم د خوړو نړیوالې ادارې ویلي وو چې د روان کال په مې میاشت کې د افغانستان په شمالي، شمال ختیځو او لوېدیزو ولایتونو کې سختو اورښتونو او سېلابونو ۵۴۰ مړه کړي او تر ۸۰ زرو ډېر یې ټپیان کړي دي.

ياد سازمان په افغانستان کې په راتلونکو میاشتو کې د سېلابونو د زیاتېدو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دغه سېلابونه به په سېلاب ځپلو سیمو کې د لوږې کچه هم ډېره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د مې پر ۲۳مه، د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو، سېلابونو او تالندې خبر ورکړى او زياته کړې يې ده چې د اورښتونو شدت به له ۱۵ تر ۵۰ ملي ميټرو پورې وي.

XS
SM
MD
LG