د لاسرسي ځای

تازه خبر

ریچارډ بېنېټ: نړیوال دې افغان سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي


په بغلان ولایت کې د مې پر ۱۲مه، په سیلابونو کې د ويجاړ شوي کور څښتن لاس پر زنه ناست دی
په بغلان ولایت کې د مې پر ۱۲مه، په سیلابونو کې د ويجاړ شوي کور څښتن لاس پر زنه ناست دی

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي له نړیوالو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې د سېلاب ځپلو د مرستو لپاره نور مالي ملاتړ برابر کړي.

ریچارډ بېنېټ په افغانستان کېد وروستیو سېلابونو د مرګژوبلو شمېر او ویجاړیو تصاویر زړه بوږنوونکي بللي دي. هغه د مې پر ۱۸مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د ورکو کسانو د لټولو او ژغورنې تر څنګ عادي حالت ته د خلکو د ژوند ژواک د راګرځولو لپاره ملاتړ ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام "ډبلیواېف پي" هم ويلي چې په غور ولایت کې د وروستیو سېلابونو له کبله ۲،۵۰۰ کورنۍ اغېزمنې شوې دي. ادارې د مې پر ۱۸مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې ډلې يې په سيمه کې دي چې ډېر ژر به د مرستو د رسولو چارې پیل کړي.

د مې پر ۱۷مه تر سختو اورښتونو وروسته راغلیو سېلابونو په ګڼو ولسوالیو کې یې د سر او مال زیانونه اړولي دي. که څه هم په غور کې لږ تر لږه د ۵۰ کسانو د مړینې خبر تایید شوی، خو ګومان کېږي چې ښايی اصلي شمېر تر دې زیات وي. د غور تر څنګ له بدخشان، فاریاب، تخار، سرپل او نورو ولایتونو هم له تېرو څو ورځو تر سختو اورښتونو وروسته د سېلابونو راپورونه ورکړل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG