د لاسرسي ځای

تازه خبر

راشد خان د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د مرستو لپاره کیمپېن پیل کړی دی


د بغلان له نهرین ولسوالۍ څخه لوی سېلاب تېرېږي - د مې ۱۰مې انځور.
د بغلان له نهرین ولسوالۍ څخه لوی سېلاب تېرېږي - د مې ۱۰مې انځور.

د افغانستان د کرکټ لوبغاړي راشد خان ویلي دي چې په بغلان او نورو ولایتونو کې له سېلاب ځپلو سره د مرستو کیمپېن پیلوي.

نوموړي د مې پر ۱۱مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) او فېسبوک په بیان کې ویلي دي چې بنسټ یې د ځپل شویو د مرستو "ټولې ممکنې" هڅې کوي.

راشد خان ویلي دي چې په تازه سېلابونو کې مرګژوبلې "ډېر دردولی" دی.

نوموړي تر دې مخکې هم په هرات او پکتیکا کې له زلزله ځپلو سره د پرلیکه (انلاین) پیسو غونډولو کیمپېنونو له لارې مرستې کړې دي.

په همدې حال کې یو افغان سوداګر میرویس عزیزي هم ویلي دي چې له سېلاب ځپلو سره یې د مرستو لپاره ۵۰ مېلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.

سوداګر او د پېښور زلمي کرکټ لوبډلې مالک جاوېد اپرېدي هم د مې پر ۱۱مه پر اېکس په بیان کې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د مرستو ژمنه کړې ده.

اپرېدي په بیان کې ویلي دي چې په "بغلان، بدخشان، غور او هرات" ولایتونو کې له سېلاب ځپلو سره د مرستو لپاره "۱۰ مېلیونه" کلدارې یا پاکستانۍ روپۍ ورکوي.

د افغانستان د بغلان، هرات، غور او بدخشان په ګډون په یوشمېر ولایتونو کې د مې ۱۰مې تر وروښتونو وروسته په سېلابونو کې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده، ګڼ کورونه ړنګ او زیانمن شوي او ګڼې کورنۍ بې کوره شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG